مراسم معارفه جدیدالشمولان و تقدیر از استادان و کارمندان پوهنحی ساینس

hu_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۳۱ - ۱۴:۴۵
;
ات پوهنتون رئیس پوهندوی مولوي عبدالعزیز نعماني، د پوهنتون مالي او اداري مرستیال منت الله آخند زاده، د محصلانو چارو مرستیال پوهندوی غلام حضرت حساس، د ساینس پوهنځي رئیس پوهنیار علي احمد اسماعیلي، د پوهنځي د استادانو، محصلینو او کار کوونکو په حضور د شرعیاتو پوهنځي په مولانا جامي سالون کې د ساینس پوهنځي د جدیدالشمولو محصلانو د پېژندلو او د دې پوهنځي د استادانو او کارکوونکو څخه د تقدیر او ستاینې مراسم دایر شول. مراسم د کلام الهي د آیتونو په تلاوت سره پیل شول وروسته د ساینس پوهنځي رئیس پوهنیار علی احمد اسماعیلي حاضرینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ،د دې پوهنځي د فعالیتونو او علمي لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل او د دې پوهنځي استراتیژیکو موخو ته د لاس رسي په برخه کې، د علمي او اداري کادر د بې دریغه هڅو او زحمتونو څخه مننه او قدرداني وکړه. وروسته د ساینس پوهنځي پخواني استاد پوهندوی عبدالرحمن منصوري د قرآن عظیم الشأن له لیدلوري د ساینس په اړه، د ساینس د ارزښت او د انسانانو په ژوند کې د هغې د رول په اړه خبرې وکړې، او محصلان یې د دې پوهې په زده کولو تشویق کړل. ورپسې د پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهندوی غلام حضرت حساس هم مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، په ساینسي علومو کې د ارزښت، خلاقیت او نوآوري په اړه خبرې وکړې او د هرات پوهنتون د ساینس پوهنځي لاسته راوړنې یې د قدر وړ وبللې. وروسته د ریاضي څانګې آمر پوهنیار ذبیح الله موحدي خبرې وکړې، د ریاضي څانګې د کاري ساحوو او د علومو دپرمختګ په برخه کې د ریاضي پوهانو د رول په اړه یې خبرې وکړې. په پای کې د مېلمنو په حضور کې د دې پوهنځي له استادانو او کارکوونکو څخه مننه او قدر داني وشوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۳ - ۹:۵۳
Background image

د اداري او مالي معاونیت ناسته دایره شوه.

د پوهنتون مالي او اداري مرستیال ملا انعام الله انعام، د اداري برخو آمرانو او مدیرانو په حضور د دې معاونیت ناسته دایره شوه.
لومړی ملا انعام الله انعام د ناستې غړو ته د خیر مقدم ترڅنګ، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۳ - ۹:۴۷
Background image

د هرات پوهنتون د مالي او تدارکاتي کمیټې غونډه دایره شوه.

د هرات پوهنتون د مالي او تدارکاتي کمیټې غونډه د هرات پوهنتون رئیس شیخ الحدیث ابوالحکمت مفتي عبدالغفار تر ریاست لاندې په داسې حال کې چې د پوهنتون علمي مرستیال محمد موسی فایق، د پوهنتون. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۰:۵۲
Background image

د هرات پوهنتون د خپرنیزې کمیټې ناسته دایره شوه.

د هرات پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت د خپرنیزې کمیټې ناسته د هرات پوهنتون رئیس شیخ الحدیث ابو الحکمت مفتی عبدالغفار او د دې کمیټې د غړو په حضور د هرات پوهنتون د ریاست په دفتر کې. . .

BACK TO NEWS