په سمه توګه د نیالګیو د کېښنولو لاره چاره، او د ونو خړوبول، ساتنه او پالنه(حفظ مراقبت).

nta_new_user
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۸ - ۱۰:۲۵
img

دا د هغه زده کړیزې برنامې سرلیک دی چې د زراعت پوهنځي د څېړنیز فارم آمریت په ابتکار د هرات ولایت ښاروالۍ ریاست، د انجیل او ګذرې ولسوالیو او د هرات پوهنتون ښاروالۍ د باغوانانو لپاره په زراعت پوهنځي کې دایره شوه.
په دې برنامه کې ۳۰ تنو ګډون کوونکو ته په عملي او نظري ډول د نیالګیو کښېنول، خړوبول، د زینتي ونو څانګو غوڅول او فور ورکول، قلموو پرې کول، د نباتي ناروغیو او آفتونو کنترول او د طبیعي سرو (کودونو) جوړولو تخنیکي لاره چاره ور زده کړل شول.
د ویلو ده له شین فصل څخه هرکلی، د پوهنتون د زراعت پوهنځی په دې پخوانۍ خطه کې د شنې فضا د سراسري پراختیا د کمپاین په پار هر ډول تخنیکي همکارۍ او مشورو ورکولو ته چمتو دی. 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۳ - ۹:۵۳
Background image

د اداري او مالي معاونیت ناسته دایره شوه.

د پوهنتون مالي او اداري مرستیال ملا انعام الله انعام، د اداري برخو آمرانو او مدیرانو په حضور د دې معاونیت ناسته دایره شوه.
لومړی ملا انعام الله انعام د ناستې غړو ته د خیر مقدم ترڅنګ، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۳ - ۹:۴۷
Background image

د هرات پوهنتون د مالي او تدارکاتي کمیټې غونډه دایره شوه.

د هرات پوهنتون د مالي او تدارکاتي کمیټې غونډه د هرات پوهنتون رئیس شیخ الحدیث ابوالحکمت مفتي عبدالغفار تر ریاست لاندې په داسې حال کې چې د پوهنتون علمي مرستیال محمد موسی فایق، د پوهنتون. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۰:۵۲
Background image

د هرات پوهنتون د خپرنیزې کمیټې ناسته دایره شوه.

د هرات پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت د خپرنیزې کمیټې ناسته د هرات پوهنتون رئیس شیخ الحدیث ابو الحکمت مفتی عبدالغفار او د دې کمیټې د غړو په حضور د هرات پوهنتون د ریاست په دفتر کې. . .

BACK TO NEWS