ښوونې او روزنې پوهنځي کې د حضرت محمد(ص) د ميلاد محفل جوړ شو.
د ښوونې او روزنې پوهنځي فرهنګي کمېټې د حضرت محمد(ص) د ميلاد په مناسبت د قران کريم د ختم محفل جوړ کړ.
په دې محفل کې (۶) دوره قران کريم ختم شو، همداراز د محفل په دوام د ښوونې او روزنې پوهنځي رئيس پوهنوال بصير احمد کريمي د خپلې وينا په ترڅ کې د حضرت محمد(ص) صفتونه بيان کړل.
دا رنګه نعتونه هم د محصلينو له خوا وويل شول.