د هرات پوهنتون د علمي شورا غونډه ترسره شوه

nta_new_user
شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۰:۳۰
img

د هرات پوهنتون د علمي شورا غونډه د پوهنتون د رئیس شیخ عبدالغني حقاني صیب تر مشري لاندې د پوهنتون د مرستیالانو، د پوهنځیو د رئیسانو او د علمي شورا د نورو غړو په ګډون ترسره شوه. غونډه د قرآن کریم د آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه او بیا د پوهنتون رئیس د محصلانو د تخصصي پوهې د انتقال اهمیت بیان کړ او ویې ویل: موږ د محصلانو او د دې ملت د ماشومانو په وړاندې مسؤلیت لرو چې تر ټولو زیار وباسو او د دین مقدس اسلام د ارزښتونو او ښه اخلاقو په ترویج یې ټینګار وکړ. د پوهنتون رئیس همدارنګه لارښوونه وکړه چې د غونډې غړي خپل اسناد د تضمن کیفیت د چک‌لست سره برابر کړي.
په دوام کې د پوهنتون مرستیالانو د پوهنځیو د اړتیاوو، د داخلي ارزونې د پیل، د حاضري د اهمیت، د پوهنتون د نصاب کمېټې سره د همکارۍ، د کنفرانسونو د ترسره کولو د همغږۍ، د فارغانو د کتاب د ترتیب، د محصلانو د نمراتو د HEMIS سیسټم کې ثبت، د خلاقیت او نوښت ټینګار، په اداري چارو کې د چټک رسیدګي، او په غزه کې د مظلومو خلکو سره د مرستې په بهیر کې د همکارۍ په اړه خبرې وکړې.
په پای کې د علمي شورا غړو د تقرر، ترفیع او انفکاک دوسیې وکتلې او د پوهنځیو په کچه د تفاهمنامو د کمېټې د جوړولو په اړه بحث او تبادل نظر وسو او د محصلانو د چارو مرستیال هم د دې مرستیالۍ د کارپوهانو کمېټې د فعالیتونو راپور وړاندې کړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۰:۳۴
Background image

د هرات پوهنتون د محصلانو د چارو مرستیال د کادري روغتون له انترنانو سره لیدنه

شیخ عبدالهادي ذوالهادي، د هرات پوهنتون د محصلانو د چارو مرستیال، د هرات پوهنتون د کادري روغتون له ډاکټرانو او انترنانو سره لیدنه وکړه. هغه په دې لیدنه کې د روغتیایي او اداري کادر د هڅو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د هرات پوهنتون د علمي شورا غونډه ترسره شوه

د هرات پوهنتون د علمي شورا غونډه د پوهنتون د رئیس شیخ عبدالغني حقاني صیب تر مشري لاندې د پوهنتون د مرستیالانو، د پوهنځیو د رئیسانو او د علمي شورا د نورو غړو په ګډون ترسره شوه. غونډه د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۰:۲۲
Background image

محصلانو ته د مصنوعي ځيرکتيا په مرسته د غوره پريزنټېشن جوړولو سمينار وړاندي سو!

د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځی د برېښنايي زده کړې کمېټه له لوري د مصنوعي ځيرکتيا په مرسته د غوره پريزنټېشن جوړوني سمينار وړاندي سو.
دا سمينار چي د يادې پوهنځی د ژورناليزم د څانګې. . .

BACK TO NEWS