د هرات پوهنتون د محصلانو د چارو مرستیال د کادري روغتون له انترنانو سره لیدنه

شیخ عبدالهادي ذوالهادي، د هرات پوهنتون د محصلانو د چارو مرستیال، د هرات پوهنتون د کادري روغتون له ډاکټرانو او انترنانو سره لیدنه وکړه. هغه په دې لیدنه کې د روغتیایي او اداري کادر د هڅو او ارزښتناکو خدماتو ستاینه وکړه او د دوی رول یې د محصلانو د عملي کارونو د ترسره کولو لپاره د مناسب چاپیریال برابرولو او د روغتیایي خدماتو په ښه کولو کې مهم وباله.
شیخ عبدالهادي ذوالهادي وویل: د دوی رښتینی او مسلکي خدمت نه یوازې یو اداري مسؤلیت دی، بلکې یوه انساني او اخلاقي دنده هم ده. هغه ټینګار وکړ چې د دې هڅو دوام کولی شي د محصلانو او استادانو باور زیات کړي او د پوهنتون د کارکوونکو هڅونه لوړه کړي.
هغه همدارنګه د کادري روغتون انترنانو ته وویل چې دوی دې نوښت او ژمنتیا زیاته کړي، او یادونه یې وکړه چې د کادري روغتون روغتیایي فعالیتونه د هرات پوهنتون د علمي او ټولنیز ماموریت یوه مهمه برخه جوړوي.
په پای کې، هغه ډاډ ورکړ چې د پوهنتون رهبران به د روغتیایي او اداري کادر او انترنانو ترڅنګ وي او د دوی د ظرفیتونو د پیاوړتیا او د غوره امکاناتو د برابرولو لپاره به هڅه وکړي.