د سیرت النبي صلی الله و علیه وسلم د سیالۍ پای غونډه

hu_admin
Wed, Oct 19 2022 9:37 AM
""

د سیرت النبي صلی الله و علیه وسلم د سیالۍ پای غونډه د هرات پوهنتون د رئیس پوهندوی عبدالعزیز نعماني، د لوړو زده کړو وزارت ځانګړي استازي او د هرات پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال مولوي منت الله آخندزاده، د هرات پوهنتون د اړیکو او عامه پوهاوي آمر محمدناصر مستنیر، د نارینه محصلینو د لیليې عمومي مدیر میرویس رحیمي، د لیلیې د امر بالمعروف او فرهنګي کمېټو غړو او د لیلیې د ګڼ شمېر محصلینو په ګډون د مولانا جامي سالون کې چې په شرعیاتو پوهنځې کې واقع دی ترسره شوه.
غونډه د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل او وروسته د هرات پوهنتون رئیس پوهندوی عبدالعزیز نعماني د یادې سیالۍ د جوړوونکو څخه د منندوینې ترڅنګ د رسول الله صلی‌الله علیه و سلم د ستر شخصیت او دده د سیرت بېلا بېلو خواوو ته اشاره وکړله او محصلین یې د پاک رسول صلی الله علیه و سلم د سیرت هر اړخیزه متابعت ته وهڅول.
وروسته د لوړو زده کړو وزارت ځانګري استازي او د هرات پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال په ورځني ژوند کې د رسول الله صلی الله علیه و سلم د سیرت څخه د اطاعت په اړه او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ستر شخصیت سره د محصلینو د لا پیژندګلوۍ په اړه خبرې وکړې او دا یې هم په ډاګه کړله چې د پوهنتون او دیني مدارسو ترمنځ باید اړیکي مینځ ته راشي او قوي شې او ټینګار یې وکړ چې داسې سیالۍ به راتلونکې کې د دیني مدارسو د طلابو او د محصلینو ترمینځ ترسره شې، مولوي آخندزاده په پاۍ کې محصلینو ته دا سپارښتنه وکړله چې دوی دې په خپل ژوند کې کوښښ وکړي چې خپلې ټولنې ته په غوره بیلګو او نمونو باندې بدل شې.
د غونډې په دوام کې د لیلیې د فرهنګي کمیټې غړي قاري عبدالوحید محمدي د دې سیالۍ د جوړیدو د موخې په اړه او په ټولنه کې د محصلینو د علمي او کلتوري رول په اړه خبرې وکرې.
وروسته د لیلیي د فرهنګې کمیټې بل غړي محمدعوض دانیال حاضرینوته د ښه راغلاست ترڅنګ د یادې سیالۍ پایلې اعلان کړې او د پوهنتون د رهبري هیئت او د نورو مېلمنو په ګډون یې د سیالۍ ممتازو محصلینوته جوایز او ستاینلیکونه وړاندي کړل.
دا سیالي د لیلیې د محصلینو د امر بالمعروف او فرهنګي کمیټو په نوښت او د لیلیې د مدیریت په همکارۍ د تلې د میاشتې په ۲۳ نېټه د ګڼ شمېر محصلینو په ګډون کې ترسره شوه.
غونډه په دعا سره پای ته ورسېدله.

Latest news

Sun, Jul 13 2025 9:17 AM
Background image

دل‌نوشته‌ای از غربت تا مهربانی هرات

وقتی از دیار غربت، با چمدانی پُر از زخم و چشمانی پُر از اشک، پای به خاک وطن گذاشتم، گمان نمی‌بردم هنوز هم می‌توان مزه‌ی مهربانی را چشید... اما هرات، این شهر آفتاب و آغوش، مرا غافلگیر. . .

Sun, Jul 13 2025 9:17 AM
Background image

ورکشاپ آموزشی روش تحقیق برگزار شد.

معاونیت تحقیقات و مجله علمی پوهنتون علوم طبی کابل ورکشاپ آموزشی 5 روزۀ تحت عنوان روش تحقیق را در پوهنتون هرات برگزار کرد. 
این ورکشاپ توسط پوهاند داکتر عزیزالرحمن نیازی معاون تحقیقات و. . .

Mon, Mar 03 2025 9:58 AM
Background image

Scientific Conference on the Rights of Civilians from the Perspective of Islamic Sharia and International Documents

Professor Abdul Rahman Saleem, a faculty member of the Faculty of Sharia and Islamic Sciences at Herat University, held a scientific conference titled "The Rights of Civilians from the. . .

BACK TO NEWS