د هرات پوهنتون د محصلانو شورا پرانستیل سول

hu_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۳ - ۹:۵
""

دهرات پوهنتون دمحصلانو اتحادیه نن دهرات پوهنتون رئیس پوهندوي ډاکټرعبدالله فایز، دپوهنتون مرستیالانو،آمرینو، دپوهنځیو رئیسانو، استادانو او محصلانو په شتون کي دهرات پوهنتون دمولانا جامي انګړ کي پرانیستل سول. یاده غونډه دقرانکریم په تلاوت سره پيل، وروسته دهرات پوهنتون رئیس پوهندوي ډاکټر عبدالله فایز دیادی اتحادیي دجوړیدو مبارکي ترڅنګ د غوره محصلانو شورا چي د محصلینو دیو والي او اتحاد او دکلتوري پراختیا لپاره يي عملي ګامونه پورته​ کړي ول مننه وکړل. دهرات پوهنتون رئیس وویل: دیادي اتحادیي جوړیدل به یوالی، اتحاد او دمحصلانو وړاندیزونه او د قومي نژادي تعصباتو دمنځه وړلو لپاره لار هواره کړي. وروسته دهرات پوهنتون محصلانو چارو مرستیال پوهندوي ډاکټر محمد داود منیر دمحصلینو داتحادیي جوړیدل اړین وبلل، تر څو دیادي اتحاديي له لاري محصلین دپوهنتون په چارو کي ګډون وکړي.په پاي کي محمد عوض دانیال دمحصلینو اتحاديي مسئول د اساسنامي، غړیتوب چاري، د اتحاديي موخي او راتلونکو پلانونو په اړه معلومات وړاندي کړل.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۱:۳۳
Background image

د اداري مراسلاتو د اصولو او بنسټونو ښوونیز ورکشاپ ترسره شو

د هرات پوهنتون د مالي او اداري معاونیت د کارکوونکو چارو آمریت د مسلکي ظرفیتونو د لوړولو په موخه د «اداري مراسلاتو» تر سرلیک لاندې ښوونیز ورکشاپ د دې علمي بنسټ د کارکوونکو او د هرات. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۱:۳۳
Background image

په هرات کې د ترکیې جمهوریت د سرقونسل او د هرات پوهنتون د رئیس لیدنه

د هرات پوهنتون رئیس مفتي عبدالستار «المحسن»، نن په خپل کاري دفتر کې د ترکیې جمهوریت له سرقونسل ډاکټر تزجان قاضي‌اوغلو سره لیدنه وکړه او د هرات پوهنتون او د ترکیې د علمي بنسټونو ترمنځ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۴:۲
Background image

د هرات پوهنتون رئیس له اداري برخو د آمرینو او مدیرانو سره تعارفي لیدنه

د هرات پوهنتون رئیس، مفتي عبدالستار المحسن د مالي او اداري چارو مرستیال حافظ محمد بشیر مجاهد په شتون کې له اداري برخو د آمرینو او مدیرانو سره تعارفي لیدنه ترسره کړه.

غونډه د قرآن کریم. . .

BACK TO NEWS