په هرات کې د ترکیې جمهوریت د سرقونسل او د هرات پوهنتون د رئیس لیدنه
د هرات پوهنتون رئیس مفتي عبدالستار «المحسن»، نن په خپل کاري دفتر کې د ترکیې جمهوریت له سرقونسل ډاکټر تزجان قاضياوغلو سره لیدنه وکړه او د هرات پوهنتون او د ترکیې د علمي بنسټونو ترمنځ د علمي، کلتوري او ښوونیزو همکاریو د پراختیا په اړه یې خبرې وکړې.
د دې لیدنې په پیل کې د هرات پوهنتون رئیس په افغانستان کې د ترکیې جمهوریت سرقونسل ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د افغانستان او ترکیې ترمنځ تاریخي، کلتوري او دوستانه اړیکې ارزښتمنې وبللې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د علمي همکاریو د پراختیا پر اهمیت ټینګار وکړ. نوموړي همدارنګه له هرات پوهنتون سره د ترکیې جمهوریت د قونسلګرۍ او د تیکا دفتر له دوامدارو همکاریو څخه مننه وکړه او د دغو همکاریو رول یې د علمي ظرفیتونو په لوړولو، د تحصیلي امکاناتو په تجهیز او د اکاډمیکو اړیکو په پیاوړتیا کې اغېزناک وباله.
مفتي عبدالستار «المحسن» هیله څرګنده کړه چې د هرات پوهنتون او د ترکیې جمهوریت د اړوندو بنسټونو ترمنځ د همکاریو د هوکړهلیک له لاسلیک سره به د ګډو علمي، کلتوري، ښوونیزو او څېړنیزو پروګرامونو د پلي کېدو زمینه لا پراخه شي او دغه همکارۍ به په هېواد کې د لوړو زدهکړو د کیفیت له لوړولو سره مرسته وکړي.
په دوام کې، په هرات کې د ترکیې جمهوریت سرقونسل، ډاکټر تزجان قاضياوغلو له هرات پوهنتون له رئیس سره له لیدنې خوښي څرګنده کړه او د علمي او فرهنګي همکاریو په برخه کې یې د خپل هېواد پر ملاتړ او ژمنتیا ټینګار وکړ. نوموړي څرګنده کړه چې د همکاریو د هوکړهلیک مسوده د بهرنیو چارو وزارت د استازولۍ له لارې له هرات پوهنتون سره شریکه شوې ده او هیله یې څرګنده کړه چې دغه هوکړهلیک به په نږدې راتلونکي کې لاسلیک شي، څو په بېلابېلو برخو کې د ګډو همکاریو د پراختیا زمینه برابره شي.
هغه همدارنګه څرګنده کړه چې د تیکا دفتر به په راتلونکي کې له هرات پوهنتون سره خپلو هر اړخیزو همکاریو ته دوام ورکړي او د دغه علمي بنسټ له علمي، ښوونیزو، کلتوري او پراختیايي پروګرامونو څخه به ملاتړ وکړي.
