په ادبياتو کې د لوی اختر د لمانځنې او د لايقو شاګردانو تقديرول.

د ادبياتو پوهنځي فرهنګي کمېټې د لوی اختر د لمانځنې ترڅنګ خپل لایق شاګردان هم تقدير کړل.
دا برنامه د قران کريم د څو مبارکو اياتونو په تلاوت سره پيل شوه او وروسته د ادبياتو پوهنځي رئيس پوهندوی فضل احمد فاضل خلکو ته د ښه راغلاست تر څنګ، برنامه تشريح او له خپلو محصلينو نه يې مننه وکړه او تقدير يې کړل.
وروسته د دې پوهنځي د فرهنګي کمېټې مسؤول پوهنمل دکتور صلاح الدین جامي د خپل پوهنځی د استادانو له مرستې نه مننه وکړه او د خپلو علمي شخصيتونو او شاعرانو ستاينه يې وکړه.
جامي په خپلو خبرو کې زياته کړه چې نن زموږ د اميد سترګې دغو محصلینو ته دي، دوی بايد کوښښ وکړي او د راتلونکې مو روښانه کړئ.
د غونډې په دوام د انګليسي، الماني، ترکي، عربي، پښتو او دري څانګو محصلينو په دې اړه شعرونه وويل او له هغه وروسته محصلینو ته تقدير نامې ورکړل شوې.