محصلانو ته د مصنوعي ځيرکتيا په مرسته د غوره پريزنټېشن جوړولو سمينار وړاندي سو!

nta_new_user
شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۰:۲۲
img

د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځی د برېښنايي زده کړې کمېټه له لوري د مصنوعي ځيرکتيا په مرسته د غوره پريزنټېشن جوړوني سمينار وړاندي سو.
دا سمينار چي د يادې پوهنځی د ژورناليزم د څانګې استاد پوهنيار رحمت الله حقمل له لوري چمتو سوی و، چي محصلانو ته د مصنوعي ځيرکتيا څخه په استفادې په اسانۍ او لنډ وخت سره د غوره پريزنټېشن لپاره د معياري سلايډ ډيزاين غوره کول، ګرافيک جوړول، د موضوع مطابق د خپلې خوښي وړ انځورونو موندل او ځيني نورې مهمې برخي اړوند مالومات په عملي ډول وړاندي سول.
ددې سمينار وړاندي کولو څخه موخه د (AI) يا مصنوعي ځيرکتيا څخه بلدتيا او کارونه وه.
د يادوني وړ ده، چي د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځی له لوري وخت پر وخت د خپلو محصلانو د علمي او مسلکي ظرفيت لوړوني په موخه بېلابېل سمينارونه وړاندي کيږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۴:۲
Background image

د هرات پوهنتون رئیس له اداري برخو د آمرینو او مدیرانو سره تعارفي لیدنه

د هرات پوهنتون رئیس، مفتي عبدالستار المحسن د مالي او اداري چارو مرستیال حافظ محمد بشیر مجاهد په شتون کې له اداري برخو د آمرینو او مدیرانو سره تعارفي لیدنه ترسره کړه.

غونډه د قرآن کریم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۴:۲
Background image

**د «معیاري ارزونې» ښوونیز ورکشاپ ترسره شو **

د هرات پوهنتون د مسلکي پراختیا مرکز آمریت د علمي کادر غړو د علمي او مسلکي وړتیاوو د لوړولو په موخه د «معیاري ارزونې» د تدریسي مهارتونو یو ورځنی ښوونیز ورکشاپ د هرات پوهنتون د شپاړسو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۴:۲
Background image

د یو میلیون افغانیو په ارزښت د ښوونې او روزنې پوهنځي کتابتون د ټيکا دفتر له لوري تجهیز شو

د هرات پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي کتابتون د هرات پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې معاونیت د مالي او اداري معاونیت په همغږۍ او په هرات کې د ټيکا دفتر په مالي ملاتړ، د یو میلیون افغانیو. . .

BACK TO NEWS