د اداره او عامه پاليسي پوهنځي د استادانو لپاره د obe ( پر پایله متمرکزه زده کړه) ورکشاپ جوړ شو.

د ادارې عامه د پوهنځي د رئیس دوکتور حفيظ الله جواد په حضور کې په داسې حال کې چې د استادانو د مسلکي پرمختيا امر دوکتور شعیب احمد شاخص هم حضور درلود، د استادانو لپاره د obe ( پر پايله متمرکزه زده کړه) ورکشاپ جوړ شو.
د دې ورکشاپ په لومړي سر کې د ادارې عامه د پوهنځي استاد پوهنيار علي احمد اميري پر دغو موضوعاتو بحث وکړ:
۱- پر پايله متمرکزه زده کړه
Obe ( outcome based education)
۲- پر زده کړيال محوره زده کړه
Scl ( student centered learning)
۳- د مسئله د حل کړنلاره
PBL ( problem based learning)
۴- د وزارت په سطحه د زده کړو پايله
Peo ( program education outcom)
۵- د پوهنځي په سطحه د زده کړو پايله
Plo program learning outcome
د پروګرام په دويمه برخه کې د تجربو شريکول او د ميتودونو شريکول وو.
په درېيمه برخه کې عملي کار او پوښتنو ته ځوابونه وو.
په څلورمه برخه کې پایله او جمع بندي وه.