د هرات پوهنتون د کرنې پوهنځي د محصلانو ساحوي څېړنې نتایج ارائه شو

nta_new_user
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۸:۵۳
img

د هرات پوهنتون د کرنې پوهنځي د علمي څېړنو د مرستیالۍ او د پوهنتون د علمي مجلې په همکارۍ، یو علمي او څېړنیز محفل د دې لپاره جوړ شو چې د «د کرنې پراختیا او اقتصاد» او «د نباتاتو ساتنې» د ډیپارتمنټونو د محصلانو د ساحوي څېړنو پایلې وړاندې شي.
محفل د څو مبارکوآیتونو په تلاوت سره پیل شو. وروسته پوهاند ډاکتر عبدالستار فاضلي، د کرنې پوهنځي رئیس، د میلمنو هرکلی وکړ او د پوهنتون له مرستیالانو، استادانو او څېړونکو څخه چې د دې څېړنو په جریان کې یې فعاله ونډه اخیستې وه، مننه وکړه. نوموړي د محصلانو او د هغوی د کورنیو لپاره دا علمي لاسته راوړنه د مبارکۍ وړ وبلله او څرګنده یې کړه چې دا ډول څېړنې د پوهنتون د علمي ودې او د څېړنیزو ظرفیتونو د پیاوړتیا نښه ده.
په دوام کې، د هرات پوهنتون رئیس، شیخ عبدالغني حقاني، د علمي څېړنو له معاونیت او د کرنې له پوهنځي څخه د دې علمي برنامې د ترسره کولو له امله قدرداني وکړه. هغه کرنه د ملي اقتصاد مهم ستن وبلله او په دیې ټینګار وکړ چې علم باید له عمل سره وتړل شي، اسلامي ارزښتونو ته پاملرنه وشي، او د نیت او عمل په اخلاص او تقوا باندې باید ټینګار وکړ. همدارنګه، د پوهنتون رئیس محصلانو ته سپارښتنه وکړه چې خپل نیتونه سم کړي، ظاهري او باطني اصلاحات د اسلامي لارښوونو سره سم ترسره کړي او په خپلو علمي برخو کې تخصص ترلاسه کړي.
وروسته د پوهنتون رهبري، استادانو او نورو میلمنو د محصلانو له پوستر پریزنټېشنونو څخه لیدنه وکړه. په دې علمي نندارتون کې د کرنې په بېلابېلو برخو کې د ساحوي څېړنو پایلې نندارې ته وړاندې شوې، چې پکې د زراعتي تولیداتو، د کرنې اقتصاد، د نباتاتو ساتنې او د کلیوالي دوامدار پرمختګ څېړنې شاملې وې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۹:۵۹
Background image

د هرات پوهنتون د انګړ منظرسازۍ پروژو، د کمپیوټر ساینس پوهنځي د ودانۍ د بشپړ جوړېدو او تجهیز، او د کادري روغتون د دواخانې د تاسیساتو د جوړولو پروژې د ۸۲ میلیونه افغانیو په ارزښت پرانیستل شوې

د هرات پوهنتون د انګړ د منظرسازۍ پروژې، د کمپیوټر ساینس پوهنځي د ودانۍ د بشپړ اعمار او تجهیز پروژې، او د هرات پوهنتون د کادري روغتون د دواخانې د تاسیساتو د جوړولو پروژه نن د هرات. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۹:۵۸
Background image

دوراني بخارکوونکي (Rotary Evaporator) آلې نصب او فعالول

د هرات پوهنتون د ساینس پوهنځي د دوراني بخارکوونکي (Rotary Evaporator) آله چې د خوړو د موادو په آنالیز او ژوندیو علومو کې د تخصصي تجربو لپاره له مهمو او پرمختللو وسایلو څخه شمېرل کېږي، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۸:۴۸
Background image

د هرات پوهنتون په لابراتوار کې د کیمیا محصلانو د ګوتو د نښو د پېژندلو له طریقو سره بلدتیا

د کیمیا د درېیم ټولګي محصلانو د احسان‌الله امیري تر څارنې لاندې د کیمیا په لابراتوارونو کې د درې ساده خو مهمو موادو ـ آیودین، هایدروجن پرې‌اُکساید او اسید استریک ـ په کارولو د ګوتې نښو. . .

BACK TO NEWS