د هرات پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې د معاونیت د څېړنې د شورا غونډه ترسره شوه.

nta_new_user
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۱:۱۵
img

د هرات پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې د معاونیت د څېړنې د شورا غونډه د یاد معاونیت د غونډو په تالار کې ترسره شوه. دا غونډه د قرآن عظیم‌الشان د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. 
په پیل کې، د هرات پوهنتون علمي معاون او د ارزونې مسؤل، مفتي هدایت‌الله منیب، د وینا پر مهال په پوهنتونونو او تحصیلي بنسټونو کې د څېړنې پر مقام او اهمیت خبرې وکړې او څېړنه یې د علمي پرمختګ، د ټولنې د ستونزو د حل او د لوړو زده‌کړو د کیفیت د لوړولو اساسي ستنه وبلله. نوموړي زیاته کړه: څېړنه د کلتور پراختیا د علم تولید، د استادانو او محصلانو د علمي وړتیاوو پیاوړتیا او په ملي او نړیواله کچه د پوهنتونونو د مقام د لوړوالي لامل ګرځي. 
وروسته، پوهندوی دوکتور نورعلي مهمند، د څېړنو او علمي مجلې معاون، د څېړنې د شورا د تېرې غونډې راپور وړاندې کړ او د څېړنو په برخه کې د استادانو د لا پراخې همکارۍ او د معیاري علمي مقالو د لیکلو غوښتنه یې وکړه. 
له هغې وروسته، په ترتیب سره پوهندوی دوکتور غلام‌محمد قانت، د علمي څېړنو آمر، او پوهندوی دوکتور محمدنعیم مسلم، د علمي مجلې آمر، د خپلو اړوندو آمریتونو د فعالیتونو او لاسته راوړنو راپورونه غونډې ته وړاندې کړل. 
د دې ناستې په وروستۍ برخه کې، د ترانسپورت او ښاري ګڼه‌ګوڼې په برخه کې د کنفرانس د جوړولو په اړه هر اړخیز او جامع بحث وشو او پرېکړه وشوه چې د یوه ملي کنفرانس د جوړولو له لارې به په دې برخه کې علمي لارې چارې او حل‌لارې مطرح شي، او د دغو مقالو ټولګه به د ځانګړې ګڼې تر سرلیک لاندې د څېړنو او علمي مجلې د معاونیت له خوا چاپ ته وسپارل شي. 
د غونډې په پای کې، د ټولنیزو علومو، انجینري او عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځیو د تحقیق کمېټو ته، او همدارنګه د علمي څېړنو د آمریت د څېړنې او ارزونې کمېټې استازو ته ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۴:۲
Background image

کارگاه آموزشی دو روزه تحت عنوان «انتخاب ژورنال مناسب و اعتبارسنجی آن» برگزار شد.

آمریت مرکز انکشاف مسلکی پوهنتون هرات با همکاری معاونیت تحقیقات و مجله علمی، کارگاه آموزشی دو روزه‌ای را تحت عنوان «انتخاب ژورنال مناسب و اعتبارسنجی آن» برگزار کرد.
 
این برنامه توسط. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۴:۲
Background image

سمینار آموزشی «اهمیت جنگل‌ها در حفظ و بهبود محیط زیست» برگزار شد.

به منظور ارتقای ظرفیت کارمندان اداری، مدیریت عمومی ارتقای ظرفیت و انکشاف اداره آمریت امور کارکنان معاونیت مالی و اداری پوهنتون هرات، بر اساس پلان از پیش تعیین‌شده، سمینار آموزشی یک‌روزه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۴:۲
Background image

برگزاری سمینارهای تضمین کیفیت

پوهنځی ساینس پوهنتون هرات در راستای ارتقای ظرفیت‌های علمی، اداری و بهبود کیفیت اجراآت، چهار سمینار تخصصی را برگزار کرد.

سمینار «نحوه مستندسازی فعالیت‌ها» توسط پوهنمل علی‌محمد اسماعیلی،. . .

BACK TO NEWS