د لوړو زده کړو سرپرست وزیر هرات ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې

hu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۲۲ - ۱۱:۵۹
""

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر هرات ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې، د هېواد لودیځ زون تحصیلي بنسټونو له مسؤلینو، استادانو او محصلینو سره وکتل او په یاد زون کې یې د تحصیل پر ښه والي او د علم پر پرمختګ خبرې وکړې.
په یاده ناسته کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د هرات، بادغیس، فراه، نیمروز، غور او همدارنګه د هرات ولایت خصوصي تحصیلي بنسټونو له استادانو او مسؤلینو سره د لیدنې له امله خوښي وښوده. دغه راز د یووالي او اسلامي نظام د ساتنې پر ارزښت یې خبرې وکړې او ویې ویل: «د ا.ا.ا د هېواد له تعلیمي او تحصیلي نظام څخه د ملاتړ په پار، په خپل ټول توان هڅه کوي، چې بهر ته تللي استادان بېرته هېواد ته راستانه شي، تر څو په ګډه د افغانستان د پرختګ او ودانولو لپاره کار وکړو.»
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر اسلامي ارشاداتو ته په اشارې سره وویل، چې د الله تعالی، رسول صلی الله علیه وسلم او د امیر اطاعت پر مسلمانانو واجب دی. نوموړي د مدرسې او پوهنتون تر منځ پر اړیکو جوړولو ټینګار وکړ او ویې ویل، چې لوړو زده کړو وزارت د دې کار په هڅه کې دی، تر څو پوهنتون او مدرسه د علمي مرکزونو په توګه له یو بل سره نیږدې اړیکې ولري او د علم د تولید په برخه کې له یو بل سره همکاري وکړي.  
دغه راز ژمنه یې وکړه چې په نیږدې راتلونکي کې به د هېواد تحصیلي بنسټونو د استادانو د ستونزو د حل په برخه کې عملي ګامونه واخلي.

وروسته د هرات پوهنتون رئیس پوهندوی عبدالعزیز نعماني یاد ولایت ته د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له سفر څخه د مننې تر څنګ، د هرات ولایت علمي موقف او په دغه موقف کې د هرات پوهنتون پر رول خبرې وکړې.
همدارنګه په یاده ناسته کې د هرات والي مولوي شیخ نور احمد اسلام جار د علم پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل، چې زموږ ځواک زموږ په یووالي او پوهه کې دی. نوموړي زیاته کړه چې علماء کرام او د تحصیلي بنسټونو استادان باید په لوړ همت او قوي ارادې سره د هېواد د بچیانو سالمه روزنه وکړي، تر څو مو استعدادونه د هېواد د پرمختګ او ودانولو جوګه شي.
وروسته د غور او نیمروز پوهنتونونو رئیسانو د علم پر ارزښت د خبرو تر څنګ، د ا.ا.ا له لوري د استادانو علمي ظرفیت لوړونې او د تحصیلي بنسټونو د پرمختګ لپاره د زمینې برابرولو له امله مننه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۲۳:۴۸
Background image

د هرات، غور او فراه پوهنتونونو د علمي کادر د جذب ازموینه ترسره شو.

د هرات، غور او فراه پوهنتونونو د علمي کادر د ازادې سیالۍ له لارې د جذب ازموینه د پوهنتون د علمي معاون مفتي هدایت‌الله منیب، د استادانو د چارو مسؤل پوهنمل رحیم‌بخش فقیریار، استادانو او د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۲۳:۴۸
Background image

د ستوماتولوژي تدریسي کلینیک

د ستوماتولوژي تدریسي کلینیک د یو اړین مرکز په توګه، چې د صحي او تعلیمي خدماتو وړاندې کولو لپاره اهمیت لري، په معالجوي خدماتو او د محصلانو د عملي مهارتونو په لوړولو کې لوی رول لوبولی دی.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۲۳:۴۷
Background image

د هرات پوهنتون د علمي شورا غونډه ترسره شوه

د هرات پوهنتون د علمي شورا غونډه نن د شیخ‌القرآن والحدیث مولانا عبدالغني حقاني، د هرات پوهنتون د رئیس، معاونینو، د پوهنځیو رئیسانو او د دې علمي بنسټ د استادانو په شتون کې ترسره شوه.
غون. . .

BACK TO NEWS