په هرات کې د لوړو زده کړو وزارت ځانګړي استازي د هريوا خصوصي لوړو زده کړو مؤسسې له رئيس او مل پلاوي سره یې ليدنه او خبرې اترې وکړې.
په هرات کې د لوړو زده کړو وزارت ځانګړي استازي او هرات پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال مولوي منت الله آخندزاده د هريوا خصوصي لوړو زده کړو مؤسسې له رئيس عبدالسميع وليزاده او مل پلاوي سره یې ليدنه او خبرې اترې وکړې.
په لومړي سرکې په هرات کې د لوړو زده کړو وزارت ځانګړي استازي او د هرات پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال مولوي منت الله آخندزاده ميلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، زیاته کړه چې په علمي چاروکې د خصوصي بنسټونو فعاليتونوته په درنه سترګه ګوري اود دغو بنسټونوپراختيا او پرمختګ یې د لوړوزده کړو وزارت له پروګرامونو څخه وبلل.
ښاغلي آخندزاده دغوره کيفیت لرونکو زده کړو د چوپړتياوو وړاندې کولو په برخه کې د لوړوزده کړو وزارت د قوانينو او طرزالعملونو رعايت او پلي کيدل مهم یاد کړل، ویې ويل: « خصوصي لوړو زده کړو بنسټونوته ښایي، چې د لوړو زده کړو وزارت له موخوسره د يواړخيزوالي او خپلو موخو ته د رسېدلو لپاره له يوې خوا د خپل ستراتيژيک پلان سره سم ګامونه واخلي او له بله پلوه د کيفيت د تضمين معیارونه رعايت کړي.
ورپسې د هريوا خصوصي لوړوزده کړو مؤسسې رئيس، خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو ته د لوړو زده کړو وزارت د نيکو پاملرنو د ستاينې ترڅنګ، ژمنه وکړه چې د لوړو زده کړو وزارت سره يوځای به د ټولنې د پرمختګ او پراختيا لپاره هڅه او زیار باسي او هيڅ ډول هڅې به ونه سپموي.