د ګرافیک دوه کلنۍ نندارتون پیل شو.

hu_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۶ - ۱۱:۲۱
""

د ګرافیک د دوه کلني نندارتون د پیلامي غونډه د هرات پوهنتون د رئیس پوهندوی عبدالعزیز نعماني، د لوړو وزارت ځانګړی استازی او د هرات پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال مولوي منت الله آخندزاده، د هرات پوهنتون د محصلینو د چارو مرستیال پوهندوی غلام حضرت حساس، د هرات پوهنتون د استادانو د چارو آمر او د علمي معاونیت سرپرست پوهنمل رحیم بخش فقیریار، هنرهای زیبا د پوهنځی رئیس پوهندوی محمد توفیق رحماني، د خصوصي پوهنتونونو رئیسانو او د هرات پوهنتون د بیلابیلو پوهنځیو د رئیسانو په ګډون کې د امیر علي شیر نوایي په سالون کې چې په عامه اداره او پالیسي پوهنځۍ کې موقعیت لري جوړه شوه.
غونډه د قرآن عظیم الشان د آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه او وروسته د هنرهای زیبا د پوهنځي رئیس پوهندوی محمدتوفیق رحماني راغلو میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د معنویت په ودي کې د هنر د ارزښت، د انسان او هنر ترمینځ اړیکه او د انسان په ژوند کې د هنر د مثبتو اغیزو په اړه وینا وکړه، ده همدا راز د ښکلي هنرونو پوهنځی د لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې: له نېکه مرغه یاده پوهنځی توانېدلي ده چې د لوړو زده کړو وزارت څخه د غالیو د طرحې او ډیزاین د دیپارتمنت منظوري ترلاسه کړي تر څو دا دیپارتمنت هم وکولای شي چې د ګرافیک، مینیاتورۍ او انځورګرۍ دیپارتمنتونو ترڅنګ په خپل کار پیل وکړي.
د هنرونو د پوهنځی رئیس د نندارتون د جوړوونکو څخه منندوینه وکړه او ویي ویل چې: په دې نندارتون کې ۱۲۵ هنري اثرونه چې د ګرافیک ډیپارټمنټ د استادانو او محصلینو لخوا جوړ شوي ننداري ته وړاندي شوي او د یوي اوونۍ لپاره به دا نندارتون د ننداره کوونکو پر مخ خلاص وي.
د غونډي په دوام کې د هرات پوهنتون رئیس پوهندوی عبدالعزیز نعماني د یادې پوهنځي د هنري هلو ځلو د ستایلو ترڅنګ په ټولنه کې د هنر د ستر رول او ځای، د هنر رول د خداي جل جلاله د ځواک او قدرت په پوهېدلو کې، اسلام سره د هنر اړیکه او د هنر له لاري پیغام رسولو په اړه وینا وکړه او د یادې پوهنځۍ د علمي پرمختګ لپاره یې د هر اړخیزه ملاتړ او همکاری وعده وکړه.
وروسته د یاد پوهنځۍ د ګرافیک دیپارتمنت استاد پوهنمل فضل الرحمن یزداني د انسانانو په ژوند کې د هنر د رول په اړه خبرې وکړې او د نندارتون په اړه یې د غونډې ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل.
په پای کې د د ګرافیک دوه کلنۍ نندارتون د میلمنو په ګډون سره افتتاح شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۰:۵۲
Background image

د څېړنې د لارو چارو د معرفي کولو سمینار ترسره شو.

د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي د تحقیق، تألیف او ترجمې کمېټې د یاد پوهنځي محصلانو ته د څېړنیزو لارو چارو د معرفي کولو سمینار جوړ کړ.

دغه سمینار د عامه پالیسۍ ډیپارټمنټ آمر پوهنیار محمد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۰:۵۲
Background image

د هرات ولایت د عمومي کانکور د ګډونوالو ازموینه ترسره شوه.

د هرات ولایت د عمومي کانکور د ګډونوالو ازموینه نن د هرات پوهنتون د رئیس، شیخ القرآن والحدیث مولانا عبدالغني حقاني، د پوهنتون د معاونانو، د ازموینو عمومي ادارې د زون آمریت، د ازموینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۰:۳۸
Background image

د «اسلام له نظره د مدیریت اصول او بنسټونه» تر سرلیک لاندې یو ورځنی سمینار وړاندې شو.

دغه یو ورځنی سمینار د هرات پوهنتون د مالي او اداري مرستیالۍ د کارکوونکو چارو آمریت د ظرفیت لوړولو مدیریت له لوري، د دې علمي بنسټ د څلورم او پنځم بست آمرانو او مدیرانو لپاره جوړ شوی و.

. . .

BACK TO NEWS