د هرات پوهنتون د محصلانو په لیلیه کې د ویناوالۍ هنر د انجمن دولسم پړاو ترسره شو
د ویناوالۍ هنر انجمن دولسم پړاو د هرات پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت د دعوت الارشاد فکري فرهنګي فرعي پلاوي له خوا، د محصلانو د ویناوالۍ مهارتونو د پیاوړتیا، د مطالعې فرهنګ د پراختیا، د دیني او تاریخي پوهاوي د لوړولو او د فکري ودې په موخه جوړ شو.
په دې پړاو کې د محصلانو پر بېلابېلو موضوعاتو لکه: پر الهي احکامو باندې پابندي، د مطالعې اهمیت، د ټولنې پر وړاندې د یو محصل دندې دعوت او د هغه پایلې ( ثمرات ) ویناوې وکړې او د ګټورو مطالبو په وړاندې کولو سره یې د افکارو د تبادلې، پر ځان د باور پیاوړتیا او د خپلو ویناوالۍ استعدانو د روزنې زمینه برابره کړه.
د دې ټولنې پای په یویه معنوي فضا کې د محصلانو له خوا د انفرادي او ورپسې د ډلهییزو نعتخوانۍ په ترسره کولو سره مل و.
د هرات پوهنتون د محصلانو چارو مرستیالۍ مسؤولان پر دې باور دي چې د دې ډول پرګرامونو جوړلو د محصلانو د علمي، دیني او فرهنګي روحیې په پیاوړتیا، د استعدادونو په وده او د هغوی د یو باخبره مسؤولیت منونکې او ژمنې شخصیت په روزنه کې مهم رول لوبوي.
