د هرات پوهنتون کې د نیالګیو اېښودلو بهیر پیل شو.

nta_new_user
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳۰ - ۹:۴۴
img

الحاج مولوي عبدالعلي متقي، د هرات ولایت د چاپېریال ساتنې رئیس، د هرات پوهنتون د نیالګیو اېښودلو د بهیر له پيل څخه لیدنه وکړه. نوموړي د دې نیک اقدام هرکلی وکړ او وویل چې د چاپېریال ساتنې ریاست هم پلان لري چې راتلونکې اوونۍ د دې علمي بنسټ لپاره ۵ زره بېلابېل نیالګي ورکړي.
همداراز، د هرات د چاپېریال ساتنې رئیس د یوه چاپېریالي سیمینار د جوړېدو خبر ورکړ او ویې ویل: "موږ پلان لرو چې د هرات پوهنتون له ریاست سره په ګډه، د امارتي ادارو مسوولینو ته د چاپېریال ساتنې په اړه یو سیمینار جوړ کړو."
حافظ محمد بشیر مجاهد، د پوهنتون مالي او اداري مرستیال، د چاپېریال ساتنې ریاست له همکاریو مننه وکړه او ویې ویل: "موږ نیت لرو چې سږکال د ولایت مقام او د چاپېریال ساتنې ریاست په همکارۍ، ۲۵ زره نیالګي د ماسټر پلان له مخې، د طب پوهنځي، کادري روغتون او د پوهنتون په نورو سیمو کې کښېنوو، چې الحمدالله نن دا بهیر پیل شو او ټاکل شوې ده چې په راتلونکو ورځو کې دوام ومومي."
هغه همداراز ژمنه وکړه چې د چاپېریالي سیمینار په برخه کې به هر ډول همکاري کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۵۸
Background image

د زراعت پوهنځي د ستراتېژیک پلان د پېژندنې په اړه د پوهاوي سمینار ترسره شو

د هرات پوهنتون د زراعت پوهنځي د پنځه کلن ستراتېژیک پلان د پېژندنې په اړه د پوهاوي سمینار د دغه پوهنځي د غونډو په تالار کې ترسره شو.

دغه سمینار د زراعت پوهنځي د ستراتېژیک پلان کمېټې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۵۸
Background image

د نشه‌يي توکو د زیانونو او د کوکنارو د بدیلو کښتونو په اړه د پوهاوي سمینارونه

د نشه‌يي توکو د زیانونو او د کوکنارو د بدیلو کښتونو په اړه د پوهاوي سمینارونه، د هرات پوهنتون د علمي مرستیال او سرپرست، مفتي هدایت‌الله منیب په شتون کې د زراعت پوهنځي د غونډو په تالار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۵۸
Background image

د آزادو سوداګریزو سیمو په اړه د علمي څېړنې وړاندې کول

د هرات ولایت د مقام له لوري د دې ولایت د متخصصینو، څېړونکو او علمي ظرفیتونو د ملاتړ په موخه د هرات پوهنتون د انجینري پوهنځي استاد پوهندوی دوکتور غلام فاروق ندیم، د آزادو سوداګریزو سیمو. . .

BACK TO NEWS