د هرات پوهنتون علمي شورا غونډه

hu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۴/۹ - ۹:۱
""

د هرات پوهنتون علمي شورا غونډه د پوهنتون د رئیس ښاغلی پوهندوی عبدالعزیز نعماني، د لوړوزدکړو وزارت ځانګړی استازی او د هرات پوهنتون مالی واداری مرستیال ښاغلی مولوی منت الله آخندزاده، د پوهنتون علمی مرستیال پوهندوی دوکتور سلطان احمد تره کی، د محصلانو چارو مرستیال ښاغلی پوهندوی غلام حضرت حساس، د پوهنځيو د رئیسانو او د علمی شورا غړو په ګډون سره دایره شوه.
غونډه د الهي کلام قران عظیم الشان د مبارکو آیاتو په تلاوت سره پیل او وروسته د پوهنتون رئیس د هېواد په زلزله ځپلو ولایتونو کې له خپلو ګرانو هېوادوالو سره خواخوږی څرګنده کړه او د پیښی د شهیدانو لپاره یی د څښتن تعالی څخه د جنتونه او ټپیانو لپاره یی د عاجلی شفا غوښنته وکړه. همدا راز یی د مرستې په موخه د جوړې شوې کمېټې له لارې د نغدي او غیر نغدي مرستو په راټولولو کې د پوهنتون له ټولو کارمندانو وغوښتل چې امکان تر حده همکاري وکړي.
د پوهنتون رئیس د پوهنتون یو شمېر ستونزې مطرح کړې او وې ویل: د پوهنتون مسوولین د شته ستونزو په درک کولو سره هڅه کوي چې ګرانو استادانو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي چې تر څو په اوسنیو شرایطو کی د دوی موجوده ستونزی د امکان تر حده حل شي.
ښاغلي نعماني د پوهنتون راتلونکي پلانونه تشریح او ګډونوالو ته یې د تطبیق په موخه لازمې لارښوونې وکړې او د پوهنځیو له رئیسانو او د ډیپارټمنټونو د آمرینو یې وغوښتل چې خپلو دندو ته جدي پاملرنه وکړي. نوموړي یو ځل بیا د پوهنتون د علمي کارکوونکو پر بشپړ ملاتړ د ټینګار ترڅنګ ژمنه وکړه چې د استادانو ستونزې ته به ژر تر ژره د حل لاری ومومی.
د علمی شورا غړو هم د هرات پوهنتون له رهبرۍ څخه د ملاتړ تر څنګ ژمنه وکړه چې د ورسپارل شویو چارو پرمخ بیولو لپاره به په پوره جدیت سره کار وکړی او هیڅ ډول هڅې ونه سپموي.
د غونډی په پای کی د تقرری، ترفیعاتو او د رتبو د تثبیت دوسیی وڅیړل شوی او په تړاو یی لازم تصامیم ونیول شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۱:۳۳
Background image

د اداري مراسلاتو د اصولو او بنسټونو ښوونیز ورکشاپ ترسره شو

د هرات پوهنتون د مالي او اداري معاونیت د کارکوونکو چارو آمریت د مسلکي ظرفیتونو د لوړولو په موخه د «اداري مراسلاتو» تر سرلیک لاندې ښوونیز ورکشاپ د دې علمي بنسټ د کارکوونکو او د هرات. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۱:۳۳
Background image

په هرات کې د ترکیې جمهوریت د سرقونسل او د هرات پوهنتون د رئیس لیدنه

د هرات پوهنتون رئیس مفتي عبدالستار «المحسن»، نن په خپل کاري دفتر کې د ترکیې جمهوریت له سرقونسل ډاکټر تزجان قاضي‌اوغلو سره لیدنه وکړه او د هرات پوهنتون او د ترکیې د علمي بنسټونو ترمنځ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۴:۲
Background image

د هرات پوهنتون رئیس له اداري برخو د آمرینو او مدیرانو سره تعارفي لیدنه

د هرات پوهنتون رئیس، مفتي عبدالستار المحسن د مالي او اداري چارو مرستیال حافظ محمد بشیر مجاهد په شتون کې له اداري برخو د آمرینو او مدیرانو سره تعارفي لیدنه ترسره کړه.

غونډه د قرآن کریم. . .

BACK TO NEWS