د هرات پوهنتون رئیس پوهندوي ډاکټرعبدالله فایز نن په افغانستان کی د کویا جمهوري هیواد سفیرد ري ژا هیونګ سره وکتل.

hu_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۲ - ۱۳:۵۳
""

د هرات پوهنتون رئیس پوهندوي ډاکټرعبدالله فایز نن په افغانستان کی د کویا جمهوري هیواد سفیرد ري ژا هیونګ سره وکتل.
پوهندوي ډاکټرعبدالله فایز د هرات پوهنتون رئیس و میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ يې د کوریا هیواد د علمي مرستو څخه چی د هرات پوهنتون سره يې کړي مننه وکړل، د پوهنتون د لاسته را وړنو او کړنو په اړه يې د کوریا سفیر ته معلومات ورکړل او وي ویل: د هرات پوهنتون په افغانستان کي د یوغوره او ملي پوهنتون په تو ګه ګڼل کیږي، چي په دا ورستیو کي د لوړوزده کړو وزارت د تضمین کیفیت ریاست له خوا د تضمین کیفیت اعتبار تر لاسه کړي، چي یاد اعتبار لوړي زده کړي په نړیوالو معیارونو کي پیاوړي کوي.
ښاغلي فایز وویل: د پوهنتون د استراتیژیک پلان سره سم، ۱۴۸ استادان د ماسټریو او ډکټورا برنامو ته ور پیژندل سوي چي په راتلونکو ۲ کلونو کي به دهرات پوهنتون ۱۰۰ تن استادان د ډکټورا په کچه ولري.
په یاده کتنه کي د ځمکې مدیرت او د ښارپراخوالی نړیوال کنفرانس په اړه، د نویو ډیپارتمنتونو جوړیدو، د اناثو محصلینو لپاره جمنازیوم او د کوریا د پوهنتونو سره د مرستو هوکړه لیکونو په اړه خبري وسوي.
وروسته د کوریا سفیر ري ژا هیونګ هرات پوهنتون ته يي د تضمین کیفیت داعتبار دریم پړاو تر لاسه کول مبارکي وویل او دهرات پوهنتون لاسته راوړني يې د پام وړ وبللي.
د کوریا سفیر د هرات پوهنتون د پلانونو څخه د ملاتړ تر څنګ يې وویل: د هغه ځایه چي د هرات ولایت یو لرغونی ولایت دي، د هرات پوهنتون د یاد ولایت د لرغونو آثارو په ساتلو کي اړین بلل کیږي او د متخصص کادرونو په روزلو سره به د ګرځندوي په څانګه کي پرمختګ راسی.
د کوریا سفیر همداراز د هرات پوهنتون علمي ظرفیتونه يې د زراعت په څانګه کي د پام وړ او د زراعت په څانګه کي يې پانګه اچونه اړینه وبلل.
په پاي کي د کوریا سفیر د هر راز مرستو د هوډ تر څنګه يي د هرات پوهنتون د تکواندو لوبي چي دهرات پوهنتون کي پرلار اچول سوي وي مننه وکړل

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۰:۱
Background image

د روغتیايي لومړنیو مرستو د پنځه ورځني تخصصي روزنیز کورس پیل

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصلانو لپاره د روغتیايي لومړنیو مرستو پنځه ورځنی تخصصي روزنیز کورس پیل شو.

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د فرهنګي کمېټې او محصلانو خدمتونو، د طب پوهنځي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۰:۹
Background image

*د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي د کلني ستراتیژیک پلان سمينار وړاندي سو!*

د هرات پوهنتون د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي استادانو، کارکونکو او محصلانو ته د روان ۱۴۰۵ هـ لمريز کلنی ستراتيژيک پلان سمينار وړاندي سو.

دا سمينار د قرآن کریم د څو آیتونو په تلاوت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۰:۵۲
Background image

د څېړنې د لارو چارو د معرفي کولو سمینار ترسره شو.

د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي د تحقیق، تألیف او ترجمې کمېټې د یاد پوهنځي محصلانو ته د څېړنیزو لارو چارو د معرفي کولو سمینار جوړ کړ.

دغه سمینار د عامه پالیسۍ ډیپارټمنټ آمر پوهنیار محمد. . .

BACK TO NEWS