د هرات پوهنتون د ۱۴۴۴ ق.هـ کال د محصل جام د ولیبال پایلوبه

hu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۸/۲۴ - ۹:۲۷
""

د ۱۴۴۴/ کال، د ولیبال مسابقې چې ټول ټال پکې، د مختلفو پوهنځیو شپږلوبډلو برخه اخیستې وه ترسره شوې؛ یادې لوبې چې په ۱۴۴۴/۲/۵ شروع شوې وې او د(۱۵) ورځو په موده کې سرته ورسیدې، ښایسته او د لیدو وړ لوبې وشوې چې د هنرهای زیبا او تعلیم و تربیې پوهنځۍ وتوانیدلې چې پایلوبې ته ووځي.
ددې پایلوبې په ترسره کیدو سره، د هنرهای زیبا پوهنځی وکړای شول چې د تعلیم و تربیې پوهنځۍ ته د درۍ پر صفر ماتې ورکړي او ددې پایلوبو اتلولي خپله کړي.
ددې پایلوبې د مسابقې په مراسمو کې، د محصلانو چارومرستیال پوهندوی غلام حضرت حساس، د هنرهای زیبا پوهنځۍ رئیس پوهنمل محمدتوفیق رحماني، د محصلینو د خدماتو د انسجام آمر نظام الدین ملکي، د هرات ولایت د ولیبال فدراسیون رئیس عبدالاحمدهاشمي، د هرات پوهنتون د ورزش مسؤلینو او یو تعداد محصلینو ګډون درلود.
لومړي سر کې د محصلینو چارو مرستیال، د هرات پوهنتون د ورزش مسؤلینو او د هرات ولایت د ولیبال فدراسیون له لوري ددې لوبو په لاره اچولو قدردانی وکړه او په اهمیت یې خبرې وکړې، په ځانګړي ډول د پوهنتون د مختلفو پوهنځیو تر منځ یې دداسې ورزشي لوبواو مسابقو جوړولو وعده او د همکارۍ ډاډ ورکړ.
په اخره کې د یادو لوبو د اتلولۍ کپ اوتحفې چې د هرات پوهنتون له لوري برابرې شوې وې، د مېلمنو په لاس لومړیو او دویمو لوبډلو ته وویشل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۵۸
Background image

د زراعت پوهنځي د ستراتېژیک پلان د پېژندنې په اړه د پوهاوي سمینار ترسره شو

د هرات پوهنتون د زراعت پوهنځي د پنځه کلن ستراتېژیک پلان د پېژندنې په اړه د پوهاوي سمینار د دغه پوهنځي د غونډو په تالار کې ترسره شو.

دغه سمینار د زراعت پوهنځي د ستراتېژیک پلان کمېټې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۵۸
Background image

د نشه‌يي توکو د زیانونو او د کوکنارو د بدیلو کښتونو په اړه د پوهاوي سمینارونه

د نشه‌يي توکو د زیانونو او د کوکنارو د بدیلو کښتونو په اړه د پوهاوي سمینارونه، د هرات پوهنتون د علمي مرستیال او سرپرست، مفتي هدایت‌الله منیب په شتون کې د زراعت پوهنځي د غونډو په تالار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۵۸
Background image

د آزادو سوداګریزو سیمو په اړه د علمي څېړنې وړاندې کول

د هرات ولایت د مقام له لوري د دې ولایت د متخصصینو، څېړونکو او علمي ظرفیتونو د ملاتړ په موخه د هرات پوهنتون د انجینري پوهنځي استاد پوهندوی دوکتور غلام فاروق ندیم، د آزادو سوداګریزو سیمو. . .

BACK TO NEWS