د هرات، فراه، غور، بادغیس، او نیمروز پوهنتونونو لپاره د امام او مبلغ د بستونو ازموینه

hu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۵ - ۱۲:۳۸
""

 د هرات پوهنتون د رئیس پوهندوی عبدالعزیز نعماني،  د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازی او د هرات پوهنتون مالي او اداري مرستیال مولوي منت الله آخندزاده د لوړو زده کړو د وزارت د ممتحن هیئت مفتي نذیر احمد احمدي او مولوي ولي محمد محمدي اود دې بستونو د غوښتونکو په حضور کې د هرات پوهنتون د علمي شورا د جلساتو په سالون کې وا خیستل شوه .
مراسم د الله جل جلاله د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شول او ورووسته د هرات پوهنتون رئیس پوهندوی عبدالعزیز نعماني حاضرینو ته د ښه راغلاست سره سره د علماوو د مقام او دریځ په اړه، د امامانو او مبلغینو ښه نقش د زده کړو په برخه کې او د هغوی تبلیغ د اسلامي تعلیم په اړه وویل د افغانستان د لوړو زده کړو  په نهادونو کې په دریم او څلورمو بستونو کې به امامان او مبلغین وګومارل شي.
ورپسې مفتي نذیر احمد احمدي په ټولنه کې د علماوو دریځ ته په اشارې سره تأکید وکړ چې عالمان په تحصیلي نهادونو کې حیاتي نقش لري او د لوړو زده کړو وزارت دریم او څلورم بستونه د مرکز او ولایاتو د پوهنتونونو لپاره په نظر کې نیولي دي. تر څو د تحریري او تقریري ازموینو، او د علمي سیمینارونو له لارې په دې بستونو کې وګومارل شي.
وروسته بیا د آزموینې پروسه د لوړو زده کړو د ممتحن هیأت او د هرات پوهنتون د شرعیاتو پوهنځۍ له خوا پیل شوه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۸:۳۷
Background image

د «ستراتېژیک پلان جوړونې» دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو

د هرات پوهنتون د کیفیت لوړونې آمریت د مسلکي پراختیا آمریت په همکارۍ د معیاري ستراتېژیک پلان د جوړولو او ترتیبولو په اړه یو تخصصي ورکشاپ جوړ کړ. په دې ورکشاپ کې د هرات پوهنتون علمي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۸:۳۷
Background image

د «ژوند مهارتونه؛ په زده‌کړو، کورنۍ، واده او دندې کې د بریا کلي» تر سرلیک لاندې سیمینار ترسره شو

د هرات پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو د خدمتونو د انسجام آمریت د مشورې مرکز له لوري د «ژوند مهارتونه؛ په زده‌کړو، کورنۍ، واده او دندې کې د بریا کلي» تر سرلیک لاندې یو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۰:۱
Background image

د روغتیايي لومړنیو مرستو د پنځه ورځني تخصصي روزنیز کورس پیل

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصلانو لپاره د روغتیايي لومړنیو مرستو پنځه ورځنی تخصصي روزنیز کورس پیل شو.

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د فرهنګي کمېټې او محصلانو خدمتونو، د طب پوهنځي. . .

BACK TO NEWS