« د کمال ګرایي او د ازموینې اضطراب؛ د تحصیلی بریا پټ خنډونه » عملي سیمینار وړاندې شو

nta_new_user
یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۱۵:۹
img

د هرات پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په همکارۍ او د محصلانو خدمتونو د انسجام آمریت په نوښت سره « د کمال ګرایي او د ازموینې اضطراب؛ د تحصیلی بریا پټ خنډونه» علمي سیمینار د دغه علمي بنسټ په مشورتي مرکز کې ترسره شو.
 
دا سیمینار د مشورتي مرکز عمومي مدیر محمد شعیب شهیر له لوري وړاندې شو او په کې د محصلانو پر تحصلي فعالیت او پر مختګ اغېزناک  راونپوهنیز عوامل وڅېړل شول.
 
په دغه سیمینار کې د کمال ګرایۍ مفهوم، د پرمختګ لپاره د سالمې هڅې او ناسالمې کمال ګرایۍ تر منځ توپير، د تېروتنې وېرې، ځان انتقادۍ او کارځنډون په څير پایلې، همدارنګه د ازموینې د اضطراب رامنځته  کوونکي عوامل او پر تمرکز، حافظې او د مطالبو پر رایادلو یې اغېز تشریح شو. دغه راز محصلانو ته د شناختي رفتاري تګلارې پر بنسټ عملي حل لارې، د منفي فکرونو اصلاح، درسي پرګرام جوړونه، د وخت مدیریت او د ازموینې د اضطراب د کمولو لارې چارې وړاندې شوې.
 
د جوړوونکو مسؤلینو  په وینا، د داسې علمي سیمینارونو جوړل د محصلانو روانپوهنیز پوهاوی زیاتوي، د تحصلي فشارونو په مدیریت کې مرسته کوي، د ماتې وېره کموي او د بریا او زده کړې په اړه سالم لید لوری پیاوړی کوي؛  ترڅو هغوی وکولای شي په ډېر ځان‌باورۍ او غوره چمتوالي سره د تحصلي پر مختګ په لاره ګامونه واخلي.
 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

د « ژورنالېزم اخلاق او مسلکي معیارونه » په هرات پوهنتون کې سیمینار وړاندې شو

د « ژورنالېزم اخلاقو او مسلکي معیارونو » ښوونیز سیمینار د هرات پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت د محصلانو د خدمتونو د همغږۍ آمریت اړوند د رسنیزو عملیاتو مرکز د عمومي مدیریت له لوري، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

د هرات پوهنتون د محصلانو په لیلیه کې د ویناوالۍ هنر د انجمن دولسم پړاو ترسره شو

د ویناوالۍ هنر انجمن دولسم پړاو د هرات پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت د دعوت الارشاد فکري فرهنګي فرعي پلاوي له خوا، د محصلانو د ویناوالۍ مهارتونو د پیاوړتیا، د مطالعې فرهنګ د پراختیا، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

په هرات پوهنتون کې «د اسلامي شريعت له مخې د سيرت او صورت اصلاح» علمي سيمينار وړاندې شو

د هرات پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت، د سيرت او صورت د اصلاح په برخه کې د شرعي احکامو او لارښوونو د بيانولو او عامه پوهاوي په موخه، «د اسلامي شريعت له مخې د سيرت او صورت اصلاح» يو علمي. . .

BACK TO NEWS