« د کمال ګرایي او د ازموینې اضطراب؛ د تحصیلی بریا پټ خنډونه » عملي سیمینار وړاندې شو
د هرات پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په همکارۍ او د محصلانو خدمتونو د انسجام آمریت په نوښت سره « د کمال ګرایي او د ازموینې اضطراب؛ د تحصیلی بریا پټ خنډونه» علمي سیمینار د دغه علمي بنسټ په مشورتي مرکز کې ترسره شو.
دا سیمینار د مشورتي مرکز عمومي مدیر محمد شعیب شهیر له لوري وړاندې شو او په کې د محصلانو پر تحصلي فعالیت او پر مختګ اغېزناک راونپوهنیز عوامل وڅېړل شول.
په دغه سیمینار کې د کمال ګرایۍ مفهوم، د پرمختګ لپاره د سالمې هڅې او ناسالمې کمال ګرایۍ تر منځ توپير، د تېروتنې وېرې، ځان انتقادۍ او کارځنډون په څير پایلې، همدارنګه د ازموینې د اضطراب رامنځته کوونکي عوامل او پر تمرکز، حافظې او د مطالبو پر رایادلو یې اغېز تشریح شو. دغه راز محصلانو ته د شناختي رفتاري تګلارې پر بنسټ عملي حل لارې، د منفي فکرونو اصلاح، درسي پرګرام جوړونه، د وخت مدیریت او د ازموینې د اضطراب د کمولو لارې چارې وړاندې شوې.
د جوړوونکو مسؤلینو په وینا، د داسې علمي سیمینارونو جوړل د محصلانو روانپوهنیز پوهاوی زیاتوي، د تحصلي فشارونو په مدیریت کې مرسته کوي، د ماتې وېره کموي او د بریا او زده کړې په اړه سالم لید لوری پیاوړی کوي؛ ترڅو هغوی وکولای شي په ډېر ځانباورۍ او غوره چمتوالي سره د تحصلي پر مختګ په لاره ګامونه واخلي.
