نن د هرات ولایت د کانکور آزموینې د بایومتریک پروسه پیل شوه.

hu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۸ - ۱۰:۴۶
:

نن د هرات ولایت د کانکور آزموینې د بایومتریک پروسه پیل شوه.
د محصلینو چارو مرستیال پوهندوی غلام حضرت حساس او د لوړو زده کړو وزارت د کانکور د ممتحن پلاوي رئیس پوهنوال عبدالشکور داور په داسې حال کې چې د پوهنتون د علمي معاونیت سرپرست پوهنمل رحیم بخش فقیریار هم حضور درلود د ۱۴۰۲ کال د کانکور متقاضیانو د بایومتریک پروسې څخه لیدنه وکړه.
د سږ کال کانکور په آزموینې کې به ۳۰۱۱ کسه په اختصاصي، دیني اوعمومي   علومو برخو کې ګډون وکړي، همدارنګه ۲۹۷ کسه علمای کرام به هم د خپل تحصیلي اسنادو د سویې د تثبیت په پار په دې ازموینه کې برخه واخلي.
ویل کېږي د بایومتریک پروسه به د ۱۴۴۵ هجري کال د محرم په ۲۱-۲۲ نېټه چې د ۱۴۰۲ لمریز کال د زمري ۱۷-۱۸ نېټې سره سمون خوري په هرات پوهنتون کې ترسره شي او د کانکور آزموینه به د پنجشنبې او جمعې په ورځو کې د ۱۴۴۵ هجري کال د محرم ۲۳ -۲۴ نېټه چې د ۱۴۰۲ لمریز کال د زمري د ۱۹-۲۰ نېټې سره سمون خوري دایره شي.
د هرات پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت 
۲۱  محرم ۱۴۴۵ - ۱۷ زمری ۱۴۰۲

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۸:۴۱
Background image

د «مسلكي تدريس د نويو لارو چارو او فنونو» روزنيز ورکشاپ پيل شو.

د هرات پوهنتون د مسلکي انکشاف آمريت د ظرفيت لوړونې او د کادري غړو د مسلکي مهارتونو د پياوړتيا د پروګرامونو په لړ کې، د «مسلكي تدريس د نويو لارو چارو او فنونو» روزنيز ورکشاپ د دغه علمي. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۰:۳۴
Background image

د هرات پوهنتون د محصلانو د چارو مرستیال د کادري روغتون له انترنانو سره لیدنه

شیخ عبدالهادي ذوالهادي، د هرات پوهنتون د محصلانو د چارو مرستیال، د هرات پوهنتون د کادري روغتون له ډاکټرانو او انترنانو سره لیدنه وکړه. هغه په دې لیدنه کې د روغتیایي او اداري کادر د هڅو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د هرات پوهنتون د علمي شورا غونډه ترسره شوه

د هرات پوهنتون د علمي شورا غونډه د پوهنتون د رئیس شیخ عبدالغني حقاني صیب تر مشري لاندې د پوهنتون د مرستیالانو، د پوهنځیو د رئیسانو او د علمي شورا د نورو غړو په ګډون ترسره شوه. غونډه د. . .

BACK TO NEWS