د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي محصلانو د غالب پوهنتون ته د عملي زده کړو په موخه ليدنه وکړه
د هرات پوهنتون د ژورنالیزم او عامه اړيکو پوهنځي د عامه اړيکو څانګي د دريم ټولګي د شپږم سميسټر محصلانو د برېښنايي عامه اړيکو او په سازمان کي د عامه اړيکو مطالعې مضمون د ښې او عملي زده کړې په موخه د ښاغلي استاد پوهنيار برکت الله مسعودي او د ياد مضامينو تدريس کوونکي استاد ښاغلي نوماند پوهنيار امان الله پښتون په لارښوونه عملي او علمي ليدنه وکړه.
ياده ليدنه د قرانکريم په تلاوت راپيل سوه، چي بیا د هرات پوهنتون د ژورنالیزم او عامه اړيکو پوهنځي د استادانو له لوري د غالب پوهنتون د عامه اړيکو د دفتر آمر ښاغلي حميد جوینده څخه د غونډې د تنظيم او همکاري مننه وکړه او د هرات پوهنتون او د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي د امکاناتو او تدريسي بهير باندي مالومات وړاندي کړل.
د غالب پوهنتون د عامه اړيکو آمر ښاغلي حميد جوینده د استادانو او محصلانو ورتګ نوموړي پوهنتون ته وياړ ياد کړ، هغه محصلينو ته د پوهنتون د روان علمي او د عامه اړيکو د اداري او کاري برخي د پرمختګونو، لاسته راوړنو او روانو چارو اړوند معلومات وړاندي کړل.
د معرفت او اطلاعاتو وړاندي کولو غونډي څخه وروسته د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي محصلانو د نوموړي پوهنتون د عامه اړيکو اړونده کاري واحدونو او کارکونکو د روانو چارو څخه ليدنه وکړه، چي د اداري واحدونو د کارکوونکو له لوري محصلانو ته د عامه اړيکو اداري برخي په عملي ډول ور وښودلې او هم يې د محصلانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.
ددې علمي او عملي ليدني په وروستيو کي د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي د محصلانو په استازيتوب محمد توفيق له لوري د غالب پوهنتون د غوره امکاناتو څخه ستاينه او ددې ليدني د تنظيم په پار د ښې همکاري او تجربو شريک کولو څخه مننه وکړه.
دا عملي ليدنه د خير په دعا او دواړو لوريو په مخه ښه کولو سره پای ته ورسېده.
