د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي محصلانو د غالب پوهنتون ته د عملي زده کړو په موخه ليدنه وکړه

nta_new_user
شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۱:۹
img

د هرات پوهنتون د ژورنالیزم او عامه اړيکو پوهنځي د عامه اړيکو څانګي د دريم ټولګي د شپږم سميسټر محصلانو د برېښنايي عامه اړيکو او په سازمان کي د عامه اړيکو مطالعې مضمون د ښې او عملي زده کړې په موخه د ښاغلي استاد پوهنيار برکت الله مسعودي او د ياد مضامينو تدريس کوونکي استاد ښاغلي نوماند پوهنيار امان الله پښتون په لارښوونه عملي او علمي ليدنه وکړه.

ياده ليدنه د قرانکريم په تلاوت راپيل سوه، چي بیا د هرات پوهنتون د ژورنالیزم او عامه اړيکو پوهنځي د استادانو له لوري د غالب پوهنتون د عامه اړيکو د دفتر آمر ښاغلي حميد جوینده څخه د غونډې د تنظيم او همکاري مننه وکړه او د هرات پوهنتون او د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي د امکاناتو او تدريسي بهير باندي مالومات وړاندي کړل.

د غالب پوهنتون د عامه اړيکو آمر ښاغلي حميد جوینده د استادانو او محصلانو ورتګ نوموړي پوهنتون ته وياړ ياد کړ، هغه محصلينو ته د پوهنتون د روان علمي او د عامه اړيکو د اداري او کاري برخي د پرمختګونو، لاسته راوړنو او روانو چارو اړوند معلومات وړاندي کړل.

د معرفت او اطلاعاتو وړاندي کولو غونډي څخه وروسته د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي محصلانو د نوموړي پوهنتون د عامه اړيکو اړونده کاري واحدونو او کارکونکو د روانو چارو څخه ليدنه وکړه، چي د اداري واحدونو د کارکوونکو له لوري محصلانو ته د عامه اړيکو اداري برخي په عملي ډول ور وښودلې او هم يې د محصلانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.

ددې علمي او عملي ليدني په وروستيو کي د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي د محصلانو په استازيتوب محمد توفيق له لوري د غالب پوهنتون د غوره امکاناتو څخه ستاينه او ددې ليدني د تنظيم په پار د ښې همکاري او تجربو شريک کولو څخه مننه وکړه.

دا عملي ليدنه د خير په دعا او دواړو لوريو په مخه ښه کولو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۱:۱۸
Background image

د هرات پوهنتون د محصلانو علمي سفرونه

د عملي پوهې د پیاوړتیا او د نظري زده کړو او ساحوي تجربو ترمنځ د اړیکې د رامنځته کولو په موخه، د هرات پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي د ګرافیک ډیپارټمنټ او د وترنري علومو پوهنځي محصلانو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۱:۹
Background image

د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي محصلانو د غالب پوهنتون ته د عملي زده کړو په موخه ليدنه وکړه

د هرات پوهنتون د ژورنالیزم او عامه اړيکو پوهنځي د عامه اړيکو څانګي د دريم ټولګي د شپږم سميسټر محصلانو د برېښنايي عامه اړيکو او په سازمان کي د عامه اړيکو مطالعې مضمون د ښې او عملي زده. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۰:۲۸
Background image

د امیرالمؤمنین مولوي اختر محمد منصور (رحمه الله) د شهادت د لسم تلین په مناسبت، په ښوونې او روزنې پوهنځي کې د یادغونډې مراسم ترسره شول.

په ښوونې او روزنې پوهنځي کې د امیرالمؤمنین مولوي اختر محمد منصور (رحمه الله) د شهادت د لسم تلین په مناسبت یوه پرتمینه غونډه تر سره شوه، چې د یاد پوهنځي رئیس، علمي کادر غړیو، اداري. . .

BACK TO NEWS