د هرات پوهنتون د محصلانو علمي سفرونه

nta_new_user
شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۱:۱۸
img

د عملي پوهې د پیاوړتیا او د نظري زده کړو او ساحوي تجربو ترمنځ د اړیکې د رامنځته کولو په موخه، د هرات پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي د ګرافیک ډیپارټمنټ او د وترنري علومو پوهنځي محصلانو د خپلو تخصصي څانګو له مخې بېلابېل علمي سفرونه ترسره کړل.

د ګرافیک ډیپارټمنټ د درېیم ټولګي محصلانو، د ډیجیټل ګرافیک د مضمون د استاد پوهنیار عاقل حیدري تر لارښوونې لاندې، د هرات صنعتي ښارګوټي کې د بسته‌بندۍ جوړونې، کارتن‌جوړونې او عصري چاپخانو له شرکتونو څخه لیدنه وکړه او د بسته‌بندۍ د ډیزاین او تولید، د کارتن جوړولو او د چاپ بېلابېلو طریقو سره یې له نږدې آشنایي ترلاسه کړه.

همدارنګه د وترنري علومو پوهنځي محصلانو، د خوړو د ټکنالوژۍ ډیپارټمنټ د استاد پوهنیار امین‌الله محمدي تر لارښوونې لاندې، د هرات ولایت د کبزان کلي د شیدو ورکوونکو غواګانو له فارمونو څخه لیدنه وکړه او د تغذیې اصولو، مدیریت، حفظ‌الصحې او د شیدو ورکوونکو غواګانو د ساتنې له لارو چارو سره یې له نږدې آشنایي ترلاسه کړه.

د دې علمي سفرونو د ترسره کولو موخه د محصلانو د عملي مهارتونو لوړول، د هغوی د کاري چاپېریال سره بلدتیا او د مسلکي او متعهدو کادرونو د روزنې لپاره د زمینې برابرول وبلل شول.
 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۴:۲
Background image

د هرات پوهنتون رئیس له اداري برخو د آمرینو او مدیرانو سره تعارفي لیدنه

د هرات پوهنتون رئیس، مفتي عبدالستار المحسن د مالي او اداري چارو مرستیال حافظ محمد بشیر مجاهد په شتون کې له اداري برخو د آمرینو او مدیرانو سره تعارفي لیدنه ترسره کړه.

غونډه د قرآن کریم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۴:۲
Background image

**د «معیاري ارزونې» ښوونیز ورکشاپ ترسره شو **

د هرات پوهنتون د مسلکي پراختیا مرکز آمریت د علمي کادر غړو د علمي او مسلکي وړتیاوو د لوړولو په موخه د «معیاري ارزونې» د تدریسي مهارتونو یو ورځنی ښوونیز ورکشاپ د هرات پوهنتون د شپاړسو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۴:۲
Background image

د یو میلیون افغانیو په ارزښت د ښوونې او روزنې پوهنځي کتابتون د ټيکا دفتر له لوري تجهیز شو

د هرات پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي کتابتون د هرات پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې معاونیت د مالي او اداري معاونیت په همغږۍ او په هرات کې د ټيکا دفتر په مالي ملاتړ، د یو میلیون افغانیو. . .

BACK TO NEWS