گفتمان قانون اساسی گرایی

hu_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۲ - ۹:۵
""

دافغانسان د خپلواکې په سلمه کالیزه کي داساسي قانون پالنې د ارزونې کنفرانس داساسي قانون د تطبیق د څارنې خپلواک کمیسیون له خوا دهرات پوهنتون په مرسته، نن د قانون پوه ډاکټر محمد قاسم هاشمزي داساسي قانون د تطبیق د څارنې خپلواک کمیسون مشر او راغلی پلاوی، ډاکټر غلام داود هاشمي دهرات ولایت مرستیال ، ډاکټر عبدالله فایز دهرات پوهنتون رئیس، ډاکټر عبدالروف هروي، دهرات پوهنتون مرستیالانو، د دولتي ادارو رئیسانو، د پوهنتون ښونکو او محصلانو په شتونکي، دزراعت پوهنځی په انګړ کي تر سره سو.
لومړی ډاکټر عبدالله فایز دهرات پوهنتون رئیس داساسي قانون دتحول لسیزه چي ۱۳۸۲کال کي تصویب سو، اساسي قانون يي دافغانستان دغوره قوانینو څخه یادکړ، چي تطبیق يي دیو لړ ستونزو سره مخ دی لکه: دامنیت نه شتون، داساسي قانون څخه دخلګو ناخبرې او یو لړ نوري ستونځې ، دهرات پوهنتون رئیس همداراز وویل: دیو آرامه او قانون غوښتونکي ټولنې درلودلو لپاره اړینه ده چي خلګو ته د دولت حقوق پرخلګو او دخلګو حقوق پردولت پوهاوی ورکول سي ، او داساسي قانون پوهاوی دیو ځانګړي ادارې کار نه بلکي دټولنې دهر وګړي، په ځانګړي توګه دپوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو کاردی چي دځوانانو د تربیت چاري پرغاړه لري.
ورورسته قانون پوه ډاکټر محمد قاسم هاشمزی داساسي قانون د تطبیق د څارنې خپلواک کمیسون مشر دیو پرزنتیشن په وړاندي کولو سره داساسي قانون بیلا بیل موادو په اړه و ګډونوالوته معلومات ورکړل.
همداراز ډاکټر غلام داود هاشمي دهرات ولایت مرستیال داساسي قانون پراهمیت خبرې وکړي او دټولنو پرمختګ يي داساسي قانون پلي کولوسره وتړل، داساسي قانون پوهاوی يي دیوالي په راوړلو کي او دهغه پلي کول يي د دولتي ارګانونو دنده وبلل.
وروسته ډاکټر عبدالروف هروي اساسي قانون يي ملي وثیقه یاده کړل چي دخلګو خپلواکې او حقوق تضمینوي. په پاي کي دګډونوالو وسوالونه ته دیاد کمیسون مسولینوله خوا ځوابونه ورکړل سول.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۸:۴۱
Background image

د «مسلكي تدريس د نويو لارو چارو او فنونو» روزنيز ورکشاپ پيل شو.

د هرات پوهنتون د مسلکي انکشاف آمريت د ظرفيت لوړونې او د کادري غړو د مسلکي مهارتونو د پياوړتيا د پروګرامونو په لړ کې، د «مسلكي تدريس د نويو لارو چارو او فنونو» روزنيز ورکشاپ د دغه علمي. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۰:۳۴
Background image

د هرات پوهنتون د محصلانو د چارو مرستیال د کادري روغتون له انترنانو سره لیدنه

شیخ عبدالهادي ذوالهادي، د هرات پوهنتون د محصلانو د چارو مرستیال، د هرات پوهنتون د کادري روغتون له ډاکټرانو او انترنانو سره لیدنه وکړه. هغه په دې لیدنه کې د روغتیایي او اداري کادر د هڅو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د هرات پوهنتون د علمي شورا غونډه ترسره شوه

د هرات پوهنتون د علمي شورا غونډه د پوهنتون د رئیس شیخ عبدالغني حقاني صیب تر مشري لاندې د پوهنتون د مرستیالانو، د پوهنځیو د رئیسانو او د علمي شورا د نورو غړو په ګډون ترسره شوه. غونډه د. . .

BACK TO NEWS