د نبوي (صلی الله عليه وسلم) د ۴۰ احادیثو په نوم د خطاطۍ ځانګړی نندارتون دایر سو.

nta_new_user
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۸:۴۷
img

د هرات پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي د خطاطۍ-انځورګرۍ څانګې په نوښت او د تیکا دفتر په مالي همکارۍ سره د نبوي (۴۰) احادیثو په نوم یو ځانګړی نندارتون په هرات پوهنتون کي د ۵ ورځو لپاره پرانیستل سو.
د نندارتون دایر کوونکو مسؤلينو په وينا، دا نندارتون د نبوي سیرت او دیني تعلیماتو د ښه پیژندني په موخه داير سو، ترڅو د لیدونکو لپاره د الهام غوره سرچېنه وګرځي.
په دې نندارتون کي د مینیاتوري هنر له لاري د حضرت پیغمبر اکرم صلی الله علیه وسلم احاديث د خطاطي او انځورګري په مرستي سره ښکلي سوي؛ ترڅو د دین، کلتور او اسلامي هنر ترمنځ د اړيکي يوه ښکلې نمونه نورو ته ور وښودل سي.
د پلان سره سم ددې نندارتون د پای ته رسېدو وروسته به دا هنري اثار به شرعیاتو او اسلامي علومو پوهنځي ته ډالۍ کړل سي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۸:۲۱
Background image

په هرات پوهنتون کي د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د ميلاد ورځي لمانځغونډه ترسره سوه

د هرات پوهنتون د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي د فرهنګي کمېټې په نوښت او د شرعياتو پوهنځي د فرهنګي کمېټې په همکاري د ميلاد نبي صلی الله عليه وسلم ورځ ولمانځل سوه.
دا غونډه د قرانکريم. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۸:۲۱
Background image

د علمي مشاهداتو لپاره د عصري تلسکوپي وسايلو څخه کار واخيستل سو

د هرات پوهنتون د ټولنیزو علومو پوهنځي د جغرافیې د څانګې محصلانو ته د لوړو زده کړو وزارت له خوا د ورکړل سوي عصري تلسکوپي وسایلو په کارولو سره د لمريز نظام علمي او عملي کار ترسره کړ.
دا. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۸:۲۱
Background image

د غوره خبريال فوتسال جام راپيل سو

د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي د فرهنګي کمېټې له لوري د پوهنځي په سطحه د محصلانو ترمنځ د غوره خبريال په نوم د فوتسال جام راپيل سو.
د فوتسال په دې جام کي چي د دواړو څانګو د څلورو. . .

BACK TO NEWS