د «ژوند مهارتونه؛ په زده‌کړو، کورنۍ، واده او دندې کې د بریا کلي» تر سرلیک لاندې سیمینار ترسره شو

nta_new_user
شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۸:۳۷
img

د هرات پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو د خدمتونو د انسجام آمریت د مشورې مرکز له لوري د «ژوند مهارتونه؛ په زده‌کړو، کورنۍ، واده او دندې کې د بریا کلي» تر سرلیک لاندې یو روزنیز سیمینار د هرات پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو ۶۴ تنو محصلانو ته جوړ شو.

په دې سیمینار کې د مشورې مرکز عمومي مدیر محمد شعیب شهیر د ژوند مهارتونو پر اهمیت او د هغو پر رول خبرې وکړې او څرګنده یې کړه چې دغه مهارتونه د تحصیلي بریا، د کورنیو اړیکو د ښه والي، د بریالي واده لپاره د چمتووالي او په مسلکي ژوند کې د لاسته راوړنو لپاره مهم بنسټ ګڼل کېږي. همدارنګه د ځان‌پېژندنې، اغېزمنې اړیکې، د فشارونو مدیریت، پرېکړه‌نیونې او د ستونزو د حل مهارتونو په اړه هم معلومات وړاندې شول.

د دې پروګرام موخه د محصلانو د پوهاوي لوړول او د هغوی توانمندول و، څو وکولای شي د ژوند له بېلابېلو ننګونو سره په اغېزمنه توګه مقابله وکړي او د خپل تحصیلي، کورني او مسلکي راتلونکې لپاره ښه چمتووالی ولري.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۸:۳۷
Background image

د «ستراتېژیک پلان جوړونې» دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو

د هرات پوهنتون د کیفیت لوړونې آمریت د مسلکي پراختیا آمریت په همکارۍ د معیاري ستراتېژیک پلان د جوړولو او ترتیبولو په اړه یو تخصصي ورکشاپ جوړ کړ. په دې ورکشاپ کې د هرات پوهنتون علمي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۸:۳۷
Background image

د «ژوند مهارتونه؛ په زده‌کړو، کورنۍ، واده او دندې کې د بریا کلي» تر سرلیک لاندې سیمینار ترسره شو

د هرات پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو د خدمتونو د انسجام آمریت د مشورې مرکز له لوري د «ژوند مهارتونه؛ په زده‌کړو، کورنۍ، واده او دندې کې د بریا کلي» تر سرلیک لاندې یو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۰:۱
Background image

د روغتیايي لومړنیو مرستو د پنځه ورځني تخصصي روزنیز کورس پیل

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصلانو لپاره د روغتیايي لومړنیو مرستو پنځه ورځنی تخصصي روزنیز کورس پیل شو.

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د فرهنګي کمېټې او محصلانو خدمتونو، د طب پوهنځي. . .

BACK TO NEWS