د «مسلكي تدريس د نويو لارو چارو او فنونو» روزنيز ورکشاپ پيل شو.

د هرات پوهنتون د مسلکي انکشاف آمريت د ظرفيت لوړونې او د کادري غړو د مسلکي مهارتونو د پياوړتيا د پروګرامونو په لړ کې، د «مسلكي تدريس د نويو لارو چارو او فنونو» روزنيز ورکشاپ د دغه علمي بنسټ د نويو ګمارل شويو استادانو لپاره جوړ شو.
د دې روزنيز پروګرام ګډونوال ۷۰ تنه نوي مقرر شوي استادان او نور علاقمند استادان وه، چې د پوهنوال دوکتور مسعود مسعودي، د ښووني او روزني پوهنځي استاد، له لوري پر مخ يوړل شو.
په دې روزنيز ورکشاپ کې بېلابېل علمي او عملي موضوعات د نويو تدريس لارو چارو او د تدريس د مسلکي کولو د کړنلارو په اړه وڅېړل شول او تر بحث لاندې ونيول شول.