دسالمو خواړوساتل

hu_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۲ - ۱۰:۲۹

دسالمو خواړوساتل دهغه کنفرانس سرلیک وو چي دهرات پوهنتون له خوا د خلګو د سالمو خواړو دپوهاوي د لوړ والي لپاره جوړ سوي وو.
دهرات پوهنتون رئیس پوهندوي ډاکټرعبدالله فایز د کنفرانس میلمنو ته دښه راغلاست ترڅنګ وویل: افغانستان داسي یو هیواد دي چي د سالمو خوړو په برخه کي یو ښه او مناسب ځاي څخه برخمن ندي او هغه بي کیفیت خواړه چي د بهر څخه واردیږي یوه غټه ستونزه ده چي باید ورته کلکه پاملرنه وسي.
ښاغلي فایز د سالمو خواړو څخه د ګټې اخیستنې پوهاوی ورکول اړین او د علمي بنسټونو او د زیربطو ادارو دنده يې وبلل.
د هرات پوهنتون د زراعت پوهنځی ریس پوهندوي ډاکټرعبدالستار فاضلي د سالمو خواړو څخه د ګټې اخیستنې پوهاوی ورکول اړین وبلل او وي ویل: اړینه ده چي زیربط اداري د خلګو لاسرسي ونا سالمو خواړو ته وڅیړي او عملي ګامونه پورته کړي. د زراعت پوهنځی استادانو هریو پوهنیارعبدالله معصومي او پوهنیار نصیر احمد رحیمي د خواړو او دهغوي اغیزه او د مصونه خواړو پرتولید خبري وکړي . وروسته دهرات دعامي روغتیا ریس ډاکټرعبدالحکیم تمنا خبري وکړي او د داسي کنفرانسونو جوړول يې د خلګو د پوهاوی لوړوالي لپاره اړین وبلل او د زراعت پوهنځی څخه يې مننه وکړل چي دعامي روغتیا د خواړو د لابراتورونو په چمتو کولو کيې مرسته کړي وه.
په پاي کي د ګډونوالو وسوالونو ته ځوابونه وویل سول

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۸:۴۱
Background image

د «مسلكي تدريس د نويو لارو چارو او فنونو» روزنيز ورکشاپ پيل شو.

د هرات پوهنتون د مسلکي انکشاف آمريت د ظرفيت لوړونې او د کادري غړو د مسلکي مهارتونو د پياوړتيا د پروګرامونو په لړ کې، د «مسلكي تدريس د نويو لارو چارو او فنونو» روزنيز ورکشاپ د دغه علمي. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۰:۳۴
Background image

د هرات پوهنتون د محصلانو د چارو مرستیال د کادري روغتون له انترنانو سره لیدنه

شیخ عبدالهادي ذوالهادي، د هرات پوهنتون د محصلانو د چارو مرستیال، د هرات پوهنتون د کادري روغتون له ډاکټرانو او انترنانو سره لیدنه وکړه. هغه په دې لیدنه کې د روغتیایي او اداري کادر د هڅو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د هرات پوهنتون د علمي شورا غونډه ترسره شوه

د هرات پوهنتون د علمي شورا غونډه د پوهنتون د رئیس شیخ عبدالغني حقاني صیب تر مشري لاندې د پوهنتون د مرستیالانو، د پوهنځیو د رئیسانو او د علمي شورا د نورو غړو په ګډون ترسره شوه. غونډه د. . .

BACK TO NEWS