د هرات پوهنتون د حقوقي کلینیک د محصلانو علمي لیدنه د عدلي طب له آمریت څخه
د هرات پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت د محصلانو د خدمتونو د انسجام آمریت اړوند د حقوقي کلینیک محصلانو د عدلي طب آمریت له بېلابېلو برخو، لکه: لابراتور، د کالبدشکافۍ خونه، سړه خونه او د عدلي طب له څېړنو سره د تړلو نورو برخو څخه لیدنه وکړه.
د یادې ادارې مسؤولینو او متخصصو کارمندانو په هره برخه کې د دندې، فعالیتونو او د جرمي حقایقو په کشفولو کې د هغو د ارزښت په اړه مفصل او عملي معلومات وړاندې کړل.
د دغې لیدنې یوه مهمه او د پام وړ برخه، د اورکولو وسلو ( سپرکو وسلو ) له امله د رامنځته شویو ټپونو د تشخیص او ارزونې له لارچارو سره د محصلانو بلدتیا وه. په دې برخو کې محصلانو د انځورونو او د ایکس رې ( شعاع ) پرتونګارۍ له لارې د لګېدو ځای، د حرکت مسیر، بدن ته د مرمۍ د ننوتلو او وتلو زوایې او له ډزې وروسته د پاتې شویو نښو نښانو د تشخیص له څرنګوالي سره اشنا شول. دغه راز، د عدلي طب متخصصانو د ټپ د ډول په تشخیص، د مړینې د علت په معلومولو او د جنایي قضیې د بېلابېلو اړخونو په روښانه کولو کې د دې شواهدو د رول په اړه علمي او تخصصي توضیحات ورکړل.
سربېره پر دې، محصلانو په عدلي طب کې له ځینو کارول کېدونکو علمي مهارتونو او لارو چارو، لکه: د شواهدو راټولول او څېړل، د جرمي نښو تشخیص، تخصصي معاینات، د موندنو مستند کول او د تحقیقاتو او قضایي پړاوونو په بهیر کې د عدلي طب د راپورونو د رول سره هم بلد شول
