په ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي کي د آنلاين پوښتنليک جوړولو سمينار وړاندي شو

nta_new_user
Sat, Sep 20 2025 11:25 AM
img

د هرات پوهنتون د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي د برېښنايي زده کړو او تحقيق کمېټو په ګډه همکارۍ سره د يادې پوهنځي محصلانو او استادانو ته د آنلاين پوښتنليک جوړولو اړوند يو ورځنی سمينار وړاندي شو.
دا سمينار د استاد پوهندوی دوکتور سيد مجيب الرحمن حديد او استاد پوهنيار وحيد احمد آزاد له لوري د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي د غونډو په تالار کي وړاندي شو.
په دې سمينار کي ګډونوالو ته د آنلاين پوښتنليک پيژندني، جوړښت، برخي، چوکاټونو، ډولونو، په پوښتنليک کي د محتوا جوړښت او پوښتونو ځای پر ځای کولو ترڅنګ يو شمېر نور مهم مالومات په نظري او عملي ډول ورته وړاندي شول.
د يادې پوهنځي د برېښنايي زده کړې او تحقيق کمېټو مسؤلينو په وينا، ددې سمينار داير کولو څخه يې موخه د استادانو او محصلينو د برېښنايي او تحقيقي علمي ظرفيت لوړول او بلدتيا ډیرول وه.

Latest news

Sun, Jul 13 2025 9:17 AM
Background image

دل‌نوشته‌ای از غربت تا مهربانی هرات

وقتی از دیار غربت، با چمدانی پُر از زخم و چشمانی پُر از اشک، پای به خاک وطن گذاشتم، گمان نمی‌بردم هنوز هم می‌توان مزه‌ی مهربانی را چشید... اما هرات، این شهر آفتاب و آغوش، مرا غافلگیر. . .

Sun, Jul 13 2025 9:17 AM
Background image

ورکشاپ آموزشی روش تحقیق برگزار شد.

معاونیت تحقیقات و مجله علمی پوهنتون علوم طبی کابل ورکشاپ آموزشی 5 روزۀ تحت عنوان روش تحقیق را در پوهنتون هرات برگزار کرد. 
این ورکشاپ توسط پوهاند داکتر عزیزالرحمن نیازی معاون تحقیقات و. . .

Mon, Mar 03 2025 9:58 AM
Background image

Scientific Conference on the Rights of Civilians from the Perspective of Islamic Sharia and International Documents

Professor Abdul Rahman Saleem, a faculty member of the Faculty of Sharia and Islamic Sciences at Herat University, held a scientific conference titled "The Rights of Civilians from the. . .

BACK TO NEWS