د روږدي کېدو د مخنیوي او له نشه‌يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د پوهاوي او ژوند مهارتونو ونډه

nta_new_user
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۵۸
img

د روږدي کېدو د مخنیوي په برخه کې د محصلینو د پوهاوي د کچې لوړولو او له نشه‌يي توکو سره د مقابلې لپاره د اړینو مهارتونو د پیاوړتیا په موخه د «روږدي کېدو د مخنیوي او له نشه‌يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د پوهاوي او ژوند مهارتونو ونډه» تر سرلیک لاندې یو ښوونیز سمینار ترسره شو.

دغه پروګرام د هرات پوهنتون د محصلانو چارو مرستیالۍ اړوند د مشاورې مرکز له خوا جوړ شوی و. په سمینار کې د پوهاوي اهمیت، سالم تصمیم نیول، د رواني فشارونو مدیریت، د «نه» ویلو مهارت، د ملګرو او سالم چاپېریال غوره کول او نشه‌يي توکو ته د د تمایل د مخنیوي پر لارو چارو بحث او نظرونه شریک شول.

د یاد سمینار په ترڅ کې هڅه وشوه چې روږدي کېدل یوازې د یوه فردي ستونزې په توګه مطرح نه شي، بلکې محصلینو ته د ژوند د مهارتونو، ټولنیز ملاتړ او له پوهاوي سره د ترسره شویو انتخابونو ونډه د روږدي کېدو په مخنیوي کې تشریح شي. همدارنګه محصلین له هغو علمي او عملي لارو چارو سره آشنا شول چې د همزولو د فشارونو او له خطرناکو حالتونو سره د مخامخ کېدو پر مهال ورڅخه ګټه اخیستل کېدای شي.

دغه سمینار د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په ۲۱مه نېټه د هرات پوهنتون د زراعت پوهنځي  د غونډو په تالار کې ترسره شو.  د سمینار په پای کې ټینګار وشو چې پوهاوی، د ژوند مهارتونه او مسؤولانه تصمیم نیونه د روږدي کېدو د مخنیوي او د ځوانانو لپاره د سالم راتلونکي د جوړولو له مهمو وسیلو څخه دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۵۸
Background image

مسابقات کشتی «بل کورش – جام محصل» در پوهنتون هرات برگزار شد.

مسابقات کشتی «بل کورش – جام محصل» به ابتکار آمریت انسجام خدمات محصلان معاونیت امور محصلان پوهنتون هرات و با همکاری دیپارتمنت تربیت بدنی پوهنځی تعلیم و تربیه و فدراسیون کشتی ولایت هرات،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۵۸
Background image

ورکشاپ آموزشی دو روزۀ کاربرد سنجش از راه دور و جی آی اس برگزار شد.

کمیته آموزش الکترونیک پوهنځی زراعت به‌منظور ارتقای سطح آگاهی و مهارت‌های علمی و عملی محصلان در زمینه فناوری‌های نوین، ورکشاپ آموزشی دو روزه را تحت عنوان کاربرد سنجش از راه دور و جی آی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۵۸
Background image

برگزاری مجموعه سمینارهای علمی - آموزشی «آشنایی با اصول انتخاب رشته تحصیلی برای داوطلبان کنکور»

مجموعه سمینارهای علمی - آموزشی «آشنایی با اصول انتخاب رشته تحصیلی برای داوطلبان کنکور» با هدف آگاهی‌دهی به متعلمان صنف دوازدهم درباره انتخاب آگاهانه رشته تحصیلی، در ۱۲ مکتب امارتی و. . .

BACK TO NEWS