د روږدي کېدو د مخنیوي او له نشهيي توکو سره د مبارزې په برخه کې د پوهاوي او ژوند مهارتونو ونډه
د روږدي کېدو د مخنیوي په برخه کې د محصلینو د پوهاوي د کچې لوړولو او له نشهيي توکو سره د مقابلې لپاره د اړینو مهارتونو د پیاوړتیا په موخه د «روږدي کېدو د مخنیوي او له نشهيي توکو سره د مبارزې په برخه کې د پوهاوي او ژوند مهارتونو ونډه» تر سرلیک لاندې یو ښوونیز سمینار ترسره شو.
دغه پروګرام د هرات پوهنتون د محصلانو چارو مرستیالۍ اړوند د مشاورې مرکز له خوا جوړ شوی و. په سمینار کې د پوهاوي اهمیت، سالم تصمیم نیول، د رواني فشارونو مدیریت، د «نه» ویلو مهارت، د ملګرو او سالم چاپېریال غوره کول او نشهيي توکو ته د د تمایل د مخنیوي پر لارو چارو بحث او نظرونه شریک شول.
د یاد سمینار په ترڅ کې هڅه وشوه چې روږدي کېدل یوازې د یوه فردي ستونزې په توګه مطرح نه شي، بلکې محصلینو ته د ژوند د مهارتونو، ټولنیز ملاتړ او له پوهاوي سره د ترسره شویو انتخابونو ونډه د روږدي کېدو په مخنیوي کې تشریح شي. همدارنګه محصلین له هغو علمي او عملي لارو چارو سره آشنا شول چې د همزولو د فشارونو او له خطرناکو حالتونو سره د مخامخ کېدو پر مهال ورڅخه ګټه اخیستل کېدای شي.
دغه سمینار د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په ۲۱مه نېټه د هرات پوهنتون د زراعت پوهنځي د غونډو په تالار کې ترسره شو. د سمینار په پای کې ټینګار وشو چې پوهاوی، د ژوند مهارتونه او مسؤولانه تصمیم نیونه د روږدي کېدو د مخنیوي او د ځوانانو لپاره د سالم راتلونکي د جوړولو له مهمو وسیلو څخه دي.
