د هرات پوهنتون د رهبرۍ شورا غونډه ترسره شوه
د هرات پوهنتون د رهبرۍ شورا غونډه د هرات پوهنتون د عمومي رئیس، مفتي عبدالستار «المحسن»، د مرستیالانو او د پوهنځیو د رئیسانو په ګډون ترسره شوه.
غونډه د الهي کلام د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. وروسته د هرات پوهنتون عمومي رئیس، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی د فرمانونو او لارښوونو پر عملي کولو ټینګار وکړ. نوموړي همدارنګه د افغانستان اسلامي امارت د نافذه اصولو او مقرراتو پر رعایت، اداري مکتوبونو ته پر وخت د رسېدنې، د اجراآتو د بهیر پر چټکتیا او د مسؤولیتونو پر ژر تر ژره ترسره کولو ټینګار وکړ.
د پوهنتون رئیس په دوام کې د سیرت او صورت د اصلاح د اهمیت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې د پوهنتون مسؤولین او کارکوونکي باید د خپلو اداري او علمي مسؤولیتونو د ترسره کولو ترڅنګ، په چلند، کړنو، اخلاقو او له مراجعینو او همکارانو سره په نېکو تعاملاتو کې هم د یوه ښه الګو په توګه وځلېږي. نوموړي پر فردي او چاپېریالي پاکوالي، د ادب او متقابل درناوي پر رعایت او د پوهنتون په چاپېریال کې د سالم، منظم او اسلامي فضا پر رامنځته کولو ټینګار وکړ.
مفتي عبدالستار «المحسن» په دوام کې مرستیالانو او د پوهنځیو رئیسانو ته لارښوونه وکړه چې خپل کارکوونکي او محصلین د لمانځه د ادا کولو پر مهال، د رسول الله صلیالله علیه وسلم د سنت او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی د فرمان مطابق، پر سر د پګړۍ (مندیل) تړلو ته وهڅوي؛ همدارنګه د کاري او درسي وختونو پر مهال دې حتماً د سنت او افغاني کلتور مطابق خولۍ پر سر ولري.
همدارنګه، د پوهنتون د شنو ساحو د ساتنې، پالنې او پراختیا، د علمي چاپېریال پاکوالي او ښکلا ته د جدي پاملرنې او د پوهنتون د عمومي وضعیت د ښه والي په موخه د مسؤولینو پر همکارۍ ټینګار وشو.
د پوهنتون رئیس له مسؤولینو وغوښتل چې د ورسپارل شویو چارو په ترسره کولو کې لا ډېر جدیت او مسؤولیتپذیري وښيي او اړوندې چارې په همغږۍ او پر ټاکلي وخت ترسره کړي.
د غونډې په دوام کې، د اجنډا له مخې، پر بېلابېلو اداري، علمي او خدماتي موضوعاتو بحث او نظرونه سره شریک شول او د مطرح شویو موضوعاتو په اړه لازمې پرېکړې وشوې. غونډه د همغږۍ، ژمنتیا، اخلاص او د مسؤولیتونو پر وخت د ترسره کولو په ټینګار سره، د پوهنتون د چارو د لا ښه والي په موخه پای ته ورسېده.
