د هرات پوهنتون د رهبرۍ شورا غونډه ترسره شوه

nta_new_user
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۵۸
img

د هرات پوهنتون د رهبرۍ شورا غونډه د هرات پوهنتون د عمومي رئیس، مفتي عبدالستار «المحسن»، د مرستیالانو او د پوهنځیو د رئیسانو په ګډون ترسره شوه.

غونډه د الهي کلام د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. وروسته د هرات پوهنتون عمومي رئیس، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د فرمانونو او لارښوونو پر عملي کولو ټینګار وکړ. نوموړي همدارنګه د افغانستان اسلامي امارت د نافذه اصولو او مقرراتو پر رعایت، اداري مکتوبونو ته پر وخت د رسېدنې، د اجراآتو د بهیر پر چټکتیا او د مسؤولیتونو پر ژر تر ژره ترسره کولو ټینګار وکړ.

د پوهنتون رئیس په دوام کې د سیرت او صورت د اصلاح د اهمیت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې د پوهنتون مسؤولین او کارکوونکي باید د خپلو اداري او علمي مسؤولیتونو د ترسره کولو ترڅنګ، په چلند، کړنو، اخلاقو او له مراجعینو او همکارانو سره په نېکو تعاملاتو کې هم د یوه ښه الګو په توګه وځلېږي. نوموړي پر فردي او چاپېریالي پاکوالي، د ادب او متقابل درناوي پر رعایت او د پوهنتون په چاپېریال کې د سالم، منظم او اسلامي فضا پر رامنځته کولو ټینګار وکړ.

مفتي عبدالستار «المحسن» په دوام کې مرستیالانو او د پوهنځیو رئیسانو ته لارښوونه وکړه چې خپل کارکوونکي او محصلین د لمانځه د ادا کولو پر مهال، د رسول الله صلی‌الله علیه وسلم د سنت او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د فرمان مطابق، پر سر د پګړۍ (مندیل) تړلو ته وهڅوي؛ همدارنګه د کاري او درسي وختونو پر مهال دې حتماً د سنت او افغاني کلتور مطابق خولۍ پر سر ولري.

همدارنګه، د پوهنتون د شنو ساحو د ساتنې، پالنې او پراختیا، د علمي چاپېریال پاکوالي او ښکلا ته د جدي پاملرنې او د پوهنتون د عمومي وضعیت د ښه والي په موخه د مسؤولینو پر همکارۍ ټینګار وشو.
د پوهنتون رئیس له مسؤولینو وغوښتل چې د ورسپارل شویو چارو په ترسره کولو کې لا ډېر جدیت او مسؤولیت‌پذیري وښيي او اړوندې چارې په همغږۍ او پر ټاکلي وخت ترسره کړي.

د غونډې په دوام کې، د اجنډا له مخې، پر بېلابېلو اداري، علمي او خدماتي موضوعاتو بحث او نظرونه سره شریک شول او د مطرح شویو موضوعاتو په اړه لازمې پرېکړې وشوې. غونډه د همغږۍ، ژمنتیا، اخلاص او د مسؤولیتونو پر وخت د ترسره کولو په ټینګار سره، د پوهنتون د چارو د لا ښه والي په موخه پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۵۸
Background image

د زراعت پوهنځي د ستراتېژیک پلان د پېژندنې په اړه د پوهاوي سمینار ترسره شو

د هرات پوهنتون د زراعت پوهنځي د پنځه کلن ستراتېژیک پلان د پېژندنې په اړه د پوهاوي سمینار د دغه پوهنځي د غونډو په تالار کې ترسره شو.

دغه سمینار د زراعت پوهنځي د ستراتېژیک پلان کمېټې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۵۸
Background image

د نشه‌يي توکو د زیانونو او د کوکنارو د بدیلو کښتونو په اړه د پوهاوي سمینارونه

د نشه‌يي توکو د زیانونو او د کوکنارو د بدیلو کښتونو په اړه د پوهاوي سمینارونه، د هرات پوهنتون د علمي مرستیال او سرپرست، مفتي هدایت‌الله منیب په شتون کې د زراعت پوهنځي د غونډو په تالار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۵۸
Background image

د آزادو سوداګریزو سیمو په اړه د علمي څېړنې وړاندې کول

د هرات ولایت د مقام له لوري د دې ولایت د متخصصینو، څېړونکو او علمي ظرفیتونو د ملاتړ په موخه د هرات پوهنتون د انجینري پوهنځي استاد پوهندوی دوکتور غلام فاروق ندیم، د آزادو سوداګریزو سیمو. . .

BACK TO NEWS