**د «معیاري ارزونې» ښوونیز ورکشاپ ترسره شو **

nta_new_user
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۴:۲
img

د هرات پوهنتون د مسلکي پراختیا مرکز آمریت د علمي کادر غړو د علمي او مسلکي وړتیاوو د لوړولو په موخه د «معیاري ارزونې» د تدریسي مهارتونو یو ورځنی ښوونیز ورکشاپ د هرات پوهنتون د شپاړسو پوهنځیو د ۱۵۰ تنو استادانو لپاره ترسره کړ.

یاد ورکشاپ د زراغت پوهنځي د غونډو په تالار کې د ښوونې او روزنې پوهنځي د علمي کادر غړي پوهاند بصیر احمد کریمي له خوا وړاندې او مدیریت شو.

په دې ښوونیز ورکشاپ کې د معیاري اکاډمیکې ارزونې بنسټیز مفاهیم، د معیاري او دودیزې ارزونې ترمنځ توپیر، د ښوونیزو موخو، درسي محتوا او ارزونې له طریقو سره سم د معیاري ارزونې د طرحې اصول، د معیاري پوښتنو ځانګړنې او د پوښتنو د طرحې عامې تېروتنې، د ازموینو د بېلابېلو ډولونو پېژندنه، د ګډونوالو له خوا د درسي موخو پر بنسټ د یوې معیاري پوښتنې عملي طرحه، د زده‌کړو د ارزونې د لارو ډله‌ییزه شننه او ارزونه او همدارنګه د محصلانو د ګډون او خلاقیت د پیاوړتیا لارې چارې په علمي او عملي بڼه تشریح او وڅېړل شوې.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۰:۱۲
Background image

سمینار یک‌روزه «صحت مصئونیت کاری» در پوهنتون هرات برگزار شد.

آمریت امور کارکنان معاونیت مالی و اداری پوهنتون هرات به‌منظور ارتقای ظرفیت کارکنان اداری و ترویج فرهنگ مصئونیت در محیط کار، سمینار یک‌روزه‌ای تحت عنوان «صحت مصئونیت کاری» را برگزار کرد.. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۰:۱۲
Background image

«طبقه‌بندی اهداف آموزشی بلوم و کاربرد آن در یادگیری»

عنوان کارگاه آموزشی یک روزه‌یی بود که توسط آمریت مرکز انکشاف مسلکی استادان پوهنتون جهت ارتقای ظرفیت علمی و مسلکی اعضای کادر علمی، برای 16 تن از استادان این پوهنتون راه اندازی شد.
 
در. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۰:۱۲
Background image

جلسه شورای علمی پوهنتون هرات برگزار شد.

جلسه شورای علمی پوهنتون هرات امروز با حضور مفتی عبدالستار المحسن رئیس عمومی پوهنتون هرات، معاونان، رؤسای پوهنځی‌ها و جمعی از استادان این نهاد برگزار شد.
 
این جلسه با تلاوت آیاتی چند از. . .

BACK TO NEWS