د غوره خبريال فوتسال جام راپيل سو

د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي د فرهنګي کمېټې له لوري د پوهنځي په سطحه د محصلانو ترمنځ د غوره خبريال په نوم د فوتسال جام راپيل سو.
د فوتسال په دې جام کي چي د دواړو څانګو د څلورو صنفونو چي شمېر يې (۸) ټولګيو ته رسيږي، د اته لوبډلو په درلودلو سره به خپلمنځي لوبي وکړي.
ددې جام ترسره کولو څخه موخه د محصلانو ترمنځ غوره ټولنيزي اړيکي رامنځته کول، په ځوانانو کي ورزشي فرهنګ ته وده ورکول او د پوهنځي په سطحه د فوتسال لوبي لپاره غوره لوبډله رامنځته کول دي.