د ټولنپوهني محصلانو علمي سفر؛

nta_new_user
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۴:۳۱
img

د اجتماعي علومو پوهنځي د ټولنپوهني څانگې د دريم ټولگي زده کونکو د خپلو استادانو په لارښودني د کليوالي ټولنپوهنې د مضمون اړوند د کلیوالو سیمو د ستونزو پیژندلو او د کلیو د وضعیت د څېړني په موخه د کرخ ولسوالۍ بادامتو، سیدآباد او چوبي مسجد کليو ته علمي سير ترسره کړ.
په دې علمي سير کي د مخامخ ليدني او مرکې مېتود په کارولو سره د يادې ولسوالۍ د کليو وضعیت تحلیل او څېړل سو.
د يادې میداني څېړني موندنې ښيې چي يادې کلیوالي سیمي د جدي ټولنیزو او اقتصادي ستونزو سره مخ دي، لکه په کلیو کي بيکاري، د کرنې لپاره د اوبو نشتون کمښت او نشتون، د کرنیزو ځمکو کمښت، د استوګنې کورونه او کرنیزو ځمکي د سیلابونو له امله زیان اوښتی حالت، وچکالي، د ډبرو سکرو په کان کي د ځوانانو سخت او درانه کارونه په کم عايد کېدل، ښوونځيو کي ټولګی نشتون او په خېمو کي زده کړه کېدل، د مسلکي استادانو کمښت، د روغتیا مراکزو نشتون، د واده لګښتونو لوړوالی، د صنایع او تولیدي کارخونو نشتون همدارنګه د بيکارۍ او بېوزلي له امله ددې کلیو اوسيدونکي کډوالۍ ته په زیاته کچه اړ کړي دي.
د همدې ولسوالۍ د کلیو اوسيدونکو د يادو نفس تنګو ستونزو او ننګونو سره سره بیا هم په دې کلیو کليوالو په زړه پوري فرهنګ ساتنه کړې او لا يې نښې او نښانې په دې سیمو کي موجودي وې.
ددې ساحوي څېړني پایلې ښيي چي د کرخ ولسوالۍ په کلیو کي د دوامدارې پراختیا لپاره جدی پاملرنې ته اړتیا لري، ترڅو خلکو ته کار فرصتونه، زده کړې، روغتیا، بنيادي او بنسټيزو کارونه، د اوبو او ځمکني سرچېنې مدیریت، د طبیعي افتونو پر وړاندې د زیان کچه را ټيټه کېدل، د کليوال کلتور او هویت ساتنه، د ټولنیزي سرمايې په توګه راتلونکي کي د پراختیايي پروګرامونو ترسره کول؛ دا هغه ستونزي او اساسي موضوعات دي دي چي هغوی ورته په راتلونکي کي د حل ډيره اړينه اړتيا لري.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۴:۲
Background image

کارگاه آموزشی دو روزه تحت عنوان «انتخاب ژورنال مناسب و اعتبارسنجی آن» برگزار شد.

آمریت مرکز انکشاف مسلکی پوهنتون هرات با همکاری معاونیت تحقیقات و مجله علمی، کارگاه آموزشی دو روزه‌ای را تحت عنوان «انتخاب ژورنال مناسب و اعتبارسنجی آن» برگزار کرد.
 
این برنامه توسط. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۴:۲
Background image

سمینار آموزشی «اهمیت جنگل‌ها در حفظ و بهبود محیط زیست» برگزار شد.

به منظور ارتقای ظرفیت کارمندان اداری، مدیریت عمومی ارتقای ظرفیت و انکشاف اداره آمریت امور کارکنان معاونیت مالی و اداری پوهنتون هرات، بر اساس پلان از پیش تعیین‌شده، سمینار آموزشی یک‌روزه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۴:۲
Background image

برگزاری سمینارهای تضمین کیفیت

پوهنځی ساینس پوهنتون هرات در راستای ارتقای ظرفیت‌های علمی، اداری و بهبود کیفیت اجراآت، چهار سمینار تخصصی را برگزار کرد.

سمینار «نحوه مستندسازی فعالیت‌ها» توسط پوهنمل علی‌محمد اسماعیلی،. . .

BACK TO NEWS