د هرات پوهنتون د ادارې او عامه پالیسۍ پوهنځي او د غالب خصوصي پوهنتون د اقتصاد پوهنځي ترمنځ د همکارۍ تړون لاسلیک شو.

nta_new_user
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۵ - ۹:۵۸
img

یاد تړون د یوې غونډې په ترڅ کې د شیخ‌القرآن والحدیث مولانا عبدالغني حقاني، د هرات پوهنتون رئیس، پوهندوی ډاکټر حفیظ ‌الله جواد، د ادارې او عامه پالیسۍ پوهنځي رئیس، پوهندوی ډاکټر محمد طاهر تنزه ا‌ی، د غالب خصوصي پوهنتون رئیس، نجیب‌الله اسحاق‌زی، د غالب پوهنتون د اقتصاد پوهنځي رئیس، او د استادانو او مېلمنو په ګډون لاسلیک شو.
د غونډې په پیل کې، د هرات پوهنتون رئیس مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د علمي بنسټونو ترمنځ د کلتوري اړیکو پر ارزښت خبرې وکړې. هغه وویل:"دغه تړونونه د دواړو بنسټونو د تجربو شریکولو لامل کېږي چې کولی شي د ځوان نسل په علمي پرمختګ کې مهمه ونډه ولري."
وروسته، پوهندوی ډاکټر محمد طاهر تنزیه‌ی، د غالب خصوصي پوهنتون رئیس، د هرات پوهنتون د هېواد له مخکښو علمي بنسټونو څخه یاد کړ او د دغه تړون له لاسلیک کولو څخه یې خوښي څرګنده کړه. هغه ټینګار وکړ چې غالب خصوصي پوهنتون د دې تړون د موادو د پلي کولو لپاره ژمن دی او وعده یې وکړه چې د هرات پوهنتون په همکارۍ به ګډ علمي او کلتوري پروګرامونه جوړ کړي.
په پای کې، د دواړو پوهنتونونو د مسئولینو په شتون کې تړون لاسلیک شو او د علمي او کلتوري همکاریو د پیاوړتیا په لور مهم ګام پورته شو.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۰:۱۲
Background image

سمینار یک‌روزه «صحت مصئونیت کاری» در پوهنتون هرات برگزار شد.

آمریت امور کارکنان معاونیت مالی و اداری پوهنتون هرات به‌منظور ارتقای ظرفیت کارکنان اداری و ترویج فرهنگ مصئونیت در محیط کار، سمینار یک‌روزه‌ای تحت عنوان «صحت مصئونیت کاری» را برگزار کرد.. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۰:۱۲
Background image

«طبقه‌بندی اهداف آموزشی بلوم و کاربرد آن در یادگیری»

عنوان کارگاه آموزشی یک روزه‌یی بود که توسط آمریت مرکز انکشاف مسلکی استادان پوهنتون جهت ارتقای ظرفیت علمی و مسلکی اعضای کادر علمی، برای 16 تن از استادان این پوهنتون راه اندازی شد.
 
در. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۰:۱۲
Background image

جلسه شورای علمی پوهنتون هرات برگزار شد.

جلسه شورای علمی پوهنتون هرات امروز با حضور مفتی عبدالستار المحسن رئیس عمومی پوهنتون هرات، معاونان، رؤسای پوهنځی‌ها و جمعی از استادان این نهاد برگزار شد.
 
این جلسه با تلاوت آیاتی چند از. . .

BACK TO NEWS