د هرات ولایت مقام کې د «سازماني چټکتیا اغېز پر سازماني کړنې» علمي کنفرانس ترسره شو.
د «سازماني چټکتیا اغېز پر سازماني کړنې په هرات ولایت مقام کې» تر سرلیک لاندې علمي کنفرانس د پوهنیار عاشقالله اندړ له خوا، د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي د ټولو محصلانو په ګډون، وړاندې او ترسره شو.
په دغه کنفرانس کې د څېړنې د ستونزې بیان، د څېړنې اهمیت، اصلي موخه، اصلي پوښتنه او فرضیه، د څېړنې میتود او مواد تر بحث او څېړنې لاندې ونیول شول.
همدارنګه د پروګرام په ترڅ کې د سازماني چټکتیا او سازماني کړنې مفاهیم او ابعاد، د څېړنې مفهومي ماډل، موندنې، پایله او د څېړنې مناقشه تشریح شوه او د څېړنې وړاندیزونه هم وړاندې شول.
دغه علمي کنفرانس محصلانو ته زمینه برابره کړه، څو د سازماني چټکتیا د ونډه او د ادارو د کړنو د ښه والي په برخه کې د هغې له اهمیت سره لا ډېر اشنا شي.
