د هرات ولایت د کانکور ازمویني ترتیب

hu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۸ - ۱۰:۵۷
:

د هرات پوهنتون د علمي معاونیت سرپرست پوهنمل رحیم بخش فقیریار او د لوړو زده کړو د کانکور ازموینې د ممتحن هیأت رئیس پوهنوال عبدالشکور داور او ورسره پلاوي، د هرات ولایت د پوهنې ریاست د تخنیکي تعلیماتو آمر عبدالجلیل مزمل سره لیدنه وکړه او د کانکور ازموینې، د کانکور په اړه اطلاع رسولو او د نورو مربوطه مواردو په اړه خبرې اترې او د نظرونو تبادله وکړه.
همدارنګه ددې لیدنو په دوام،  د هرات پوهنتون رهبري هیأت او د هرات ولایت د کانکور رئیس، د هرات ولایت د صحت عامې معاون او سرپرست رئیس دکتور محمدآصف کبیر سره هم لیدنه وکړه او د کانکور په ورځو کې د لازمو امکاناتو او تسهیلاتو اختیار کې ورکولو په اړه وغږیدل.
د هرات پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت 
۲۱ محرم ۱۴۴۵ _ ۱۷ زمری ۱۴۰۲

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۵۸
Background image

د زراعت پوهنځي د ستراتېژیک پلان د پېژندنې په اړه د پوهاوي سمینار ترسره شو

د هرات پوهنتون د زراعت پوهنځي د پنځه کلن ستراتېژیک پلان د پېژندنې په اړه د پوهاوي سمینار د دغه پوهنځي د غونډو په تالار کې ترسره شو.

دغه سمینار د زراعت پوهنځي د ستراتېژیک پلان کمېټې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۵۸
Background image

د نشه‌يي توکو د زیانونو او د کوکنارو د بدیلو کښتونو په اړه د پوهاوي سمینارونه

د نشه‌يي توکو د زیانونو او د کوکنارو د بدیلو کښتونو په اړه د پوهاوي سمینارونه، د هرات پوهنتون د علمي مرستیال او سرپرست، مفتي هدایت‌الله منیب په شتون کې د زراعت پوهنځي د غونډو په تالار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۵۸
Background image

د آزادو سوداګریزو سیمو په اړه د علمي څېړنې وړاندې کول

د هرات ولایت د مقام له لوري د دې ولایت د متخصصینو، څېړونکو او علمي ظرفیتونو د ملاتړ په موخه د هرات پوهنتون د انجینري پوهنځي استاد پوهندوی دوکتور غلام فاروق ندیم، د آزادو سوداګریزو سیمو. . .

BACK TO NEWS