د هرات پوهنتون د علمي شورا غونډه دایره شوه.

hu_admin
شنبه ۱۴۰۲/۵/۷ - ۹:۱۳
:

د هرات پوهنتون د علمي شورا غونډه دایره شوه.
د هرات پوهنتون د علمي شورا غونډه، د هرات پوهنتون رئیس پوهندوی مولوي عبدالعزیز نعماني، د محصلینو چارو مرستیال پوهندوی غلام حضرت حساس،د علمي معاونیت سرپرست پوهنمل رحیم بخش فقیر یار، د پوهنځیو د رئیسانو او د علمي شورا غونډې د نورو غړو په حضور  د پوهنتون د علمي څېړنو مرکز په سالون کې دایره شوه.
غونډه د الهي کلام د ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه او وروسته د پوهنتون رئیس پوهندوی مولوي عبدالعزیز نعماني د هېواد مرکز ته د اخیرني سفر د لاسته راوړنو او همدارنګه د خوست شیخ زاید پوهنتون،  د طبیعي علومو درې ورځني سمپوزیم کې د ګډون په اړه د غونډې حاضرینو ته خبرې وکړې  وه یې ویل: له نېکه مرغه د دې سفر په ترڅ کې د ا.ا.ا له مقاماتو سره لیده کاته او د هرات ولایت مقام په همکارۍ، د هرات پوهنتون د طب پوهنځي یوه اصلي ستونزه او اندېښنه د کادري روغتون نه درلودل و چې حل شوه او ډېر ژر  به د دې پوهنځي د کادري روغتون د کار د پیل شاهد واوسو.
همدا رنګه د هرات پوهنتون رئیس د لوړو زده کړو وزارت د ۴۱۲ میلونه افغانیو بودیجې په اړه خبرې وکړې وه یې ویل: په پام کې ده چې یاد مبلغ د پوهنتونونو د څېړنیزو علمي چارو سرته رسولو او د پوهنځیو د لابراتوارونو د تجهیز لپاره به د ځانګري معینۀ کړنلارې مطابق مصرف شي چې په لومړي قدم کې د دې علمي مرکز د تعلیم تربیې او ساینس پوهنځي به په لابراتواري پرمختللي تجهیزاتو مجهز او پوره شي.
همدارنګه ښاغلي نعماني د پوهنتون د استراتیژیک پلان، د پوهنځیو د عملیاتي پلانونو د پوره کېدو د ارزښت، د تضمین کیفیت برنامو مخته وړلو او د پوهنتون په علمي فعالیتونو کې د تضمین کیفیت د معیارونو د تطبیق کولو په اړه خبرې وکړې او د پوهنځیو او د اداري برخو مسؤلانو څخه د مننې ترڅنګ د هېواد  لوړوزده کړو موخو ته د رسیدو په پار د لا ډېر کوښښ، دقت او همکارۍ غوښتونکی شو.
ورپسې، د غونډې ګډونوالو د پوهنتون ریاست فعالیتونو ته، د قدر په سترګه  وکاتۀ او د همکارۍ ژمنې ورکولو   ترڅنګ یې د غونډې اجنډا په اړه  نظرونه تبادله کړل او لازمې پرېکړې یې  ونیولې.
د هرات پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت  
۷  محرم ۱۴۴۴ - ۳  زمري ۱۴۰۲

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۴:۲
Background image

د هرات پوهنتون رئیس له اداري برخو د آمرینو او مدیرانو سره تعارفي لیدنه

د هرات پوهنتون رئیس، مفتي عبدالستار المحسن د مالي او اداري چارو مرستیال حافظ محمد بشیر مجاهد په شتون کې له اداري برخو د آمرینو او مدیرانو سره تعارفي لیدنه ترسره کړه.

غونډه د قرآن کریم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۴:۲
Background image

**د «معیاري ارزونې» ښوونیز ورکشاپ ترسره شو **

د هرات پوهنتون د مسلکي پراختیا مرکز آمریت د علمي کادر غړو د علمي او مسلکي وړتیاوو د لوړولو په موخه د «معیاري ارزونې» د تدریسي مهارتونو یو ورځنی ښوونیز ورکشاپ د هرات پوهنتون د شپاړسو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۴:۲
Background image

د یو میلیون افغانیو په ارزښت د ښوونې او روزنې پوهنځي کتابتون د ټيکا دفتر له لوري تجهیز شو

د هرات پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي کتابتون د هرات پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې معاونیت د مالي او اداري معاونیت په همغږۍ او په هرات کې د ټيکا دفتر په مالي ملاتړ، د یو میلیون افغانیو. . .

BACK TO NEWS