د تحقیق اصولو دویم ښوونیز ورکشاپ 

hu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۳ - ۱۰:۲۰
:

د تحقیق اصولو دویم ښوونیز ورکشاپ 
د تحقیق د اصولو دویم پېر (دوره) ښوونیز  ورکشاپ د هرات پوهنتون د ۱۳ تنو استادانو په ګډون د هرات پوهنتون د استادانو مسلکي انکشاف په مرکز کې دایر شو.
په دې ورکشاپ کې د تحقیق کولو تګ لارې، د نمونو د حجم تعیین او د نمونو اخیستلو  لارې چارې ښوودل او ور زده کېږي.
په دې ورکشاب کې د پروپوزل لیکل، د تحقیق کولو بېلابېلې تګ لارې، د نمونو د حجم تعیین، د نمونو اخیستلو لارې چارې، د تحقیق اخلاق، د پوښتنلیک برابرول او اعتبار سنجول، د اطلاعاتو مدیریت، د SPSS احصایوي برنامې زده کړه او ښودل په څلورو کچو( ابتدایي، متوسطه، پرمختللې او تخصصي)، د کنفرانسونو او علمي پوستر برابرول، د تحقیقی- علمي مقالو لیکلو لارښوونې، او د پای لیک لیکلو لارښوونې به تدریس شي.
د یادونې وړ ده چې دا ورکشاپ، د پوهنتون داستادانو د مسلکي انکشاف مرکز ورکشاپونو پسې وروسته د تحقیق  اصولو د زده کړې په اړه دی چې له تېرې میاشتې څخه پیل او د کال تر پای به ادامه ولري .
د هرات پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت 
۶ محرم ۱۴۴۵ - ۲ زمری ۱۴۰۲

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۰:۳۷
Background image

د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو سره د دعوتي چارو د همغږۍ غونډه

د هرات پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت د خصوصي پوهنتونونو د مشرانو سره د دعوتي چارو د همغږۍ یوه غونډه جوړه کړه، چې په کې د شیخ القرآن و الحدیث مولانا عبدالغني حقاني، د هرات پوهنتون رئیس،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۲۳:۴۸
Background image

د هرات، غور او فراه پوهنتونونو د علمي کادر د جذب ازموینه ترسره شو.

د هرات، غور او فراه پوهنتونونو د علمي کادر د ازادې سیالۍ له لارې د جذب ازموینه د پوهنتون د علمي معاون مفتي هدایت‌الله منیب، د استادانو د چارو مسؤل پوهنمل رحیم‌بخش فقیریار، استادانو او د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۲۳:۴۸
Background image

د ستوماتولوژي تدریسي کلینیک

د ستوماتولوژي تدریسي کلینیک د یو اړین مرکز په توګه، چې د صحي او تعلیمي خدماتو وړاندې کولو لپاره اهمیت لري، په معالجوي خدماتو او د محصلانو د عملي مهارتونو په لوړولو کې لوی رول لوبولی دی.. . .

BACK TO NEWS