د ویټامین A اغیزه پر کووید - ۱۹ ویروس باندې
د ویټامین A اغیزه پر کووید - ۱۹ ویروس باندې
دا د علمي کنفرانس سرلیک و چې د تعلیم تربیې پوهنځي استاد او د هرات پوهنتون د علمي معاونیت سرپرست پوهنمل رحیم بخش فقیر یار له خوا د پوهنتون مالي او اداري مرستیال پوهنیار مولوي منت الله آخند زاده، د تعلیم تربیې پوهنځي رئیس پوهنوال بصیر احمد کریمي، د استادانو او کار کوونکو په حضور د تعلیم تربیې پوهنځي د کنفرانسونو په سالون کې دایر شو.
د دې کنفرانس د دایرولو موخه د ویټامین A تاثیر پر کووید ۱۹ ویروس باندې او د هغې پېژندلو ته ځانګړې شوه چې د هغې ترڅنګ د کووید ۱۹ ویروس پېژندل، د کووید ۱۹ ویروس د جوړښت سره آشنایي، د انساني کووید ۱۹ ویروس د ډولونو پېژندل او د نورو بېلابېلو ویټامینونو د رول پلټنه دا هغه نورې برخې وې چې دې کنفرانس کې یې په اړه خبرې وشوې.
استاد فقیریار د دې ناروغۍ د خپرېدو د اصلي منبع په اړه د خبرو کولو ترڅنګ د یادې ناروغۍ اصلي نښې تبه، سټریا، ټوخی، د څکلو او بویولو حس له لاسه ورکول او تنفسي ستونزې وبللې.
هغه زیاته کړه: د ترسره شویو تحقیقاتو په اساس ویټامینA او E کمیاب عناصر لکه جست، مس، مګنیز د بیوکیمیاوي، میتابولیکي او ساتونکي کړۍ او حلقې(زنجیره) کې دخالت لري چې کولای شي د ایمني سیستم د تقویت او د کووید ۱۹ په څېر ویروسونو د کړنو او د فعالیت د کموالي لامل وګرځي چې د بدن د ایمني د کموالي لامل ګرځي.
د هرات پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت
۱ محرم ۱۴۴۵-- ۲۸ چنګاش ۱۴۰۲