د هرات پوهنتون د رهبري هیأت ناسته

hu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۷ - ۱۰:۱۹
.

د هرات پوهنتون رئیس پوهندوی مولوي عبدالعزیز نعماني، د پوهنتون مالي او اداري مرستیال منت الله آخندزاده، د علمي معاونیت سرپرست پوهنمل رحیم بخش فقیریار، د پوهنځیو رئیسانو او استادانو په حضور د پوهنتون د ریاست په دفتر کې دایر شوه.
لومړی د پوهنتون رئیس پوهندوی عبدالعزیز نعماني د هرات پوهنتون د علمي او اداري برخو وضعیت مثبت ارزیابي کړ وه یې ویل: له نېکه مرغه سږکال د ادبیاتو اواقتصاد پوهنځیو د ماسترۍ برنامو ترڅنګ، د هرات پوهنتون د زراعت پوهنځي د ماسترۍ برنامو د پیل شاهدان هم یو چې دا په یاد  پوهنځي کې د علمي کادر د لوړو ظرفیتونو څرګندوونکی دی او له بلې خوا په هېواد کې د زده کړې او پوهې دکیفیت لوړوالي ته د ا.ا.ا د پاملرنې او عزم څرګندونکی هم دی او لازمه ده چې د لوړو زده کړو له وزارت څخه هم مننه او قدرداني وکړو.
د هرات پوهنتون رئیس زیاته کړه: د دې علمي مرکز په استراتیژیک پلان کې د دوکتورا برنامو رامنځ ته کولو ته هم ځای ورکړل شوی دی او غواړي چې په دې برخه کې د پوهنتون استادان د رهبري هیأت سره د تخنیکي مشورو له لارې نږدې همکارۍ ولري.
د هرات پوهنتون رئیس پوهندوی مولوي عبدالعزیز نعماني د درسي وضعیت د ښه والي، د حاضري کنترول، د درسي مفرداتو  دقیق تطبیق، د پوهنتون د ټولو منسوبینو د حاضریو یوځای کولو په برخه کې د لوړو زده کړو وزارت د حکم د اجرا او د الکترونیکي حاضریو د کار مخ ته وړلو په اړه هر اړخیزه خبرې وکړې او د سنتو مطابق د خپل سیرت او صورت پر اعیارولو یې ټینګار وکړ.
د حاضرۍ ټول کتابونه به د بشري منابع آمریت ته ولېږدول شي.
ورپسې د ناستې غړو هم د موضوع د آجندا سره سم خپل نظرونه او وړاندیزونه طرح کړل او لازمې پرېکړې ونیول شوې.
د هرات پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت 
۲۵ شوال ۱۴۴۴ - ۲۶ غوایي ۱۴۰۲

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۰:۹
Background image

*د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي د کلني ستراتیژیک پلان سمينار وړاندي سو!*

د هرات پوهنتون د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي استادانو، کارکونکو او محصلانو ته د روان ۱۴۰۵ هـ لمريز کلنی ستراتيژيک پلان سمينار وړاندي سو.

دا سمينار د قرآن کریم د څو آیتونو په تلاوت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۰:۵۲
Background image

د څېړنې د لارو چارو د معرفي کولو سمینار ترسره شو.

د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي د تحقیق، تألیف او ترجمې کمېټې د یاد پوهنځي محصلانو ته د څېړنیزو لارو چارو د معرفي کولو سمینار جوړ کړ.

دغه سمینار د عامه پالیسۍ ډیپارټمنټ آمر پوهنیار محمد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۰:۵۲
Background image

د هرات ولایت د عمومي کانکور د ګډونوالو ازموینه ترسره شوه.

د هرات ولایت د عمومي کانکور د ګډونوالو ازموینه نن د هرات پوهنتون د رئیس، شیخ القرآن والحدیث مولانا عبدالغني حقاني، د پوهنتون د معاونانو، د ازموینو عمومي ادارې د زون آمریت، د ازموینو. . .

BACK TO NEWS