د هرات، غور او فراه پوهنتونونو د علمي کادر د جذب ازموینه ترسره شو.

nta_new_user
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۲۳:۴۸
img

د هرات، غور او فراه پوهنتونونو د علمي کادر د ازادې سیالۍ له لارې د جذب ازموینه د پوهنتون د علمي معاون مفتي هدایت‌الله منیب، د استادانو د چارو مسؤل پوهنمل رحیم‌بخش فقیریار، استادانو او د دې بستونو غوښتونکو په ګډون ترسره شو.
په یاده ازموینه کې ۵۰ کسانو ګډون وکړ او ټاکل شوې ده چې له دوی څخه ۱۰ کسان د دې درې پوهنتونونو د علمي کادر په بستونو کې جذب شي.
د پوهنتون علمي معاون، مفتی هدایت‌الله منیب، د ازموینې د ترسره کېدو په جریان کې د نظم، جديت او شفافیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې د دې ازموینې موخه دا ده چې وړ او د لوړ علمي ظرفیت لرونکي کسان جذب شي، څو د لوړو زده‌کړو په موسسو کې د تحصیلي کیفیت لوړولو لپاره کار وکړي.
هغه همدارنګه وویل چې د وړتیا پر بنسټ غوره کول او په منځ کې د باور رامنځته کول د دې بهیر له لومړیتوبونو څخه دي، او هڅه شوې ده چې ازموینه په عادلانه او شفافه فضا کې ترسره شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۶
Background image

د هرات پوهنتون او افغان ملي بانک ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو.

نن د هرات پوهنتون د عمومي رئیس مفتي عبدالستار المحسن، د پوهنتون د مرستیالانو او د افغان ملي بانک د استازي په شتون کې د بانکي خدمتونو د ښه والي، چټکتیا او اسانتیا په موخه د همکارۍ هوکړه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۶
Background image

د اداري مراسلاتو د اصولو او بنسټونو ښوونیز ورکشاپ ترسره شو

د هرات پوهنتون د مالي او اداري معاونیت د کارکوونکو چارو آمریت د مسلکي ظرفیتونو د لوړولو په موخه د «اداري مراسلاتو» تر سرلیک لاندې ښوونیز ورکشاپ د دې علمي بنسټ د کارکوونکو او د هرات. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۱:۳۳
Background image

د اداري مراسلاتو د اصولو او بنسټونو ښوونیز ورکشاپ ترسره شو

د هرات پوهنتون د مالي او اداري معاونیت د کارکوونکو چارو آمریت د مسلکي ظرفیتونو د لوړولو په موخه د «اداري مراسلاتو» تر سرلیک لاندې ښوونیز ورکشاپ د دې علمي بنسټ د کارکوونکو او د هرات. . .

BACK TO NEWS